ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
انځور

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني، فکري او اصلاحي سيمینار کې به د ملک جید علماء او شیوخ کرام پر بېلابېلو دیني، فکري او اصلاحي موضوعاتو ویناوې او معلومات وړاندې کړي.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف د ښه راغلاست وینا پر مهال د سيمینار مقاصدو او ترتیب په هکله خبرې وکړې او محصلین یې فعال ګډون ته وهڅول. 
د سيمینار پرانیستې وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام محصلینو ته هڅوونکې او انګېزه بښونکې خبرې وکړې، هغوی یې خپلو مکلفیتونو ته ځير کړل او محصلینو لپاره یې د دیني او عصري پوهې اهمیت او اړتیا بیان کړه.
نوموړي ټینګار وکړ، چې محصلین باید د اسلام په ټولو مقتضاوو عمل وکړي، د کفارو له تقلید ځان وساتي، متاثره ترې نه شي او خپل اخلاق، فکر، ظاهر او باطن د اسلامي ارشاداتو له مخې عیار کړي.
د پوهنتون رئیس وویل، د اسلامي تاریخ لویو شخصیتونو او علماء کرامو د علم زده کړې، رسونې او لوړ علمي مقام ترلاسه کولو لپاره ستر تکالیف ګاللي، په علم کې یې ځانونه په همت او شجاعت تر کماله رسولي او سپارښتنه یې وکړه، چې  محصلین باید د دین ساتنې او ځان په عصري علومو سمبالولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.
د دې سيمینار په لومړۍ ورځ به مفتي عابدالصمد هلال په اسلام کې د شرعي علم زده کړې فضیلت او اهمیت، مفتي شاهد الله حقاني د ایمان تشریح، د نبوي سنتو اتباع او اهمیت، د اتفاق او اتحاد اهمیت، شیخ ضیاء الله حکیمي د انسان د پیدایښت مقصد، اخلاق حسنه او سیيئه، شیخ فضل مالک حقاني د اسلامي نظام اهمیت، فوائد او بیعت ته د مسلمانانو اړتیا، مولوي حکیم الله حقاني فقه العبادات ( د لمانځه لارښود) او مفتي عمران الله قاسمي د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې موضوعات ارایه او د محصلینو پوښتنې ځواب کړي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته اداري فساد سره د مبارزې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د اداري فساد مخنیوي، ورځینو چارو لا روڼتیا او د یوې سالمې، ځواب ‌ویونکې او شفافې اداري فضا تأمین په موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون لیلیه محصلینو ته په اسلام مبارک دین کې د سلام اچولو د اهمیت، فضیلتونو او ټولنیزو ګټو په اړه اصلاحي او معلوماتي سیمینار وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۳
Background image

قراردادي خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاره د ضرورت وړ لوازمو. . .

BACK TO NEWS

User account menu