ننګرهار پوهنتون کې د چاپېریال زرغون ساتنې، ملي شتمنیو ساتنې او د مطالعې ارزښت تر سرلیکونو لاندې درې بېلابېلې مناظره يي غونډې جوړې شوې.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۱۵
Pic

یادې غونډې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون ادارې په نوښت او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شوې، چې په کې ددې پوهنتون د مسؤلینو او استادانو سربېره سلګونو تنو محصلینو او ځوانانو برخه لرله.

د یادو بحثونو مېلمانه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند جانس زړن، د کرنې پوهنځي استاد پوهنوال محمد اسماعیل سعادت، د علمي تحقیقاتو کمېټې مسؤل پوهنمل محمد ملیار رحماني، د ننګرهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو متخصص نصیب الله رحیمزی، شاعر او لیکوال ضیاءالدین همت مل او ټولنیز فعال فردوس بشرمل وو، چې د اړوندو موضوعاتو په اړه یې بحث او خبرې وکړې او د محصلینو او ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د دې پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي د ملي راډیو تلویزیون ادارې مننه وکړه، چې په یادو مهمو موضوعاتو یې محصلینو او ځوانانو ته د عامه پوهاوي غونډې جوړې کړې او له ګډونوالو محصلینو او استادانو یې غوښتنه وکړه، چې له محتوا او پیغام یې ګټه پورته کړي او د ټولنې نورو وګړو ته په رسولو کې یې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي.

د یادونې وړ ده، چې له نوموړو مناظره يي غونډو او بحثونو یو ساعته خپرونې هم ثبت شوې، چې د ملي راډیو تلویزیون له څپو به خپرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته ( په اسلامي تاریخ او تمدن کې د افغانانو ونډه ) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

په نوموړي علمي سیمینار کې، چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت په ابتکار جوړ شوی و، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونه تنو محصلینو برخه لرله.

یاد سیمینار د افغانستان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروسې په تازه درجه بندۍ کې د ننګرهار پوهنتون لومړي مقام اخیستلو په ویاړ د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو اکاډمیکو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یـاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيـ/خ انعام. . .

BACK TO NEWS