طب پوهنځی

طب پوهنځی د ننګرهار پوهنتون د هستې په توګه د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د سلطنت په وخت په ۱۳۴۲ل کال د ۸ څانګو په درلودلو سره رامنځته شو، چې په پیل کې ۸ تنو استادانو له خوا په کې ۴۸ تنو محصلینو ته تدريس کېده. یاد پوهنځی اوس مهال د کلينيک او پارا کلينيک په برخه کې ۲۴ کادري څانګې، ۱۱۰ تنه استادان او ۲۵۰ بستريز روغتون لري.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی نړۍوال شهرت لري، چې دWorld Directory of Medical  School   له خوا په ۱۹۶۴ ميلادي کال کې راجستر او په رسميت پېژندل شوی؛ همدارنګه د نړۍوال روغتيايي سازمان او نورو طبي او روغتيايي خيريه ټولنو سره هم رسمیت لري. یاد پوهنځي  تر دې مهاله په ۵۶ دورو کې (۴۰۹۲ ) تنه رنځپوهان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

طب
پوهنځی
اوسمهال د هېواد په ختیځ کې مېشتو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه او له ۱۰۰۰ څخه ډېرو محصلینو ته علمي او اکاډمیک خدمتونه وړاندې کوي. د طب پوهنځي اداره په دې هڅه کې ده، چې د بنسټ په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسنۍ عصـري نړۍ کاریدونکي علمي پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زدهکړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی.

picture

 

ليدلوری

طب پوهنځی د نړۍوالو او سيمه‌ييزو معيارونو په پام کې نيولو سره د کادرونو د روزنې، د څېړنو، لیکنو او روغتیايي خدمتونو په ترسره کولو کې د علم او تکنالوژۍ انکشاف او د پلي کولو له لارې د اغېزمن او تلپاتې ټولنيز، اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامنځته کولوهوډ لري.

ماموريت

طب پوهنځی د هېواد او سیمې په کچه د طب په مسلک کې وړ او معیاري کادرونه روزي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته روغتیايي، څېړنیزو او روزنیزو ستونزو ته د حللارې ولټوي او د پرمختګ لپاره یې هلې ځلې کوي.  

تحصيلي څانګې

طب پوهنځی د کلينيک او پارا کلينيک په برخه کې ۲۴ کادري څانګې لري:

  1. اطفال
  2. اناټومي
  3. انتاني TB
  4. انډوکراین هیماتولوژي
  5. اورتوپېډي اوعصبي جراحي
  6. بیزیک ساینس
  7. بیوشمي
  8. تنفسي روماتیزمل
  9. جلدي
  10. د اطفالو جراحي او انستېزي
  11. راډیولوژي
  12. سترګې
  13. طب وقایه
  14. عدلي طب
  15. عقلي عصبي
  16. عمومي جراحي
  17. غوږ، ستونی، پوزه
  18. فارمکولوژي
  19. فزیالوژي
  20. قلبي هضمي
  21. مایکروبیولوژي
  22. نسایي ولادي
  23. نیونټالوژي
  24. هستوپتالوژي
  25. یورولوژي

تحصيلي نصاب

picturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicture