ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ (OBE-SCL) تدریسي تګلارو د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۷:۱۳
image

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت د سپین غر لوړو زده کړو موسسې استادانو ته جوړ شوی ؤ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د ورکشاپ د پای مراسمو کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ تدریسي تګلارو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د تدریس د دودیزو تګلارو پر ځای نړیوالې معیاري تګلارې عامې کړي.

ښاغلي کډوال د مسلکي زده کړو د پرمختیايي مرکز مسؤلینو او د ورکشاپ د روزونکو استادانو څخه د مننې تر څنګ له برخوالو استادانو غوښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره هم شریک کړي.

د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر سبحان الله حمیدي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې له دوی سره اکاډمیکه مرسته کړې او په راتلونکې کې یې هم د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د رهبري هیئت له خوا ګډونوالو استادانو ته سندونه او د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه له خوا د PDCمرکز مسؤل پوهنیار محمد مالیار رحماني او د ورکشاپ روزونکو استادانو پوهنمل دوکتور مسعود موحد او پوهنمل جاوید صاحبزاده ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د هیومنیزم (انسان محورۍ نظریې) په هکله علمي او معلوماتي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت او کلمات علمي او تحقیقي ادارې په ګډې همکارۍ د پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته په جامع مسجد کې د (هیومنیزم د مسلمان ځوان لپاره یوه غولوونکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۳:۵۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون رئیس په مشرۍ د همغږۍ او روانو چارو لا ښه والي په موخه غونډه وکړه.

یاده غونډه چې په کې د د دعوتي امورو په انسجام، لا ښه والي، ټاکلو اصولو په رڼا کې فعالیتونو ترسراوي او په کاري ساحه کې په احسنه طریقه له خلکو سره چلند او ورته مسایلو رسولو اړوند خبرې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته ۳ ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمینار پیل شو.

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په هکله بیانونه او معلومات وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت. . .

BACK TO NEWS

User account menu