ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محمد ملیار رحماني له خوا وړاندې شو.
د ورکشاپ د پیل وینا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز مشر پوهاند محمد بایر درمل وکړه او جوړ شوی ورکشاپ یې د علمي ظرفیتونو لوړولو، علمي خپرونو پیاوړتیا او معیاري کولو په برخه کې ګټور وباله.
د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه ، چې د نړیوالو معتبرو ژورنالونو له معیارونو، درجهبندۍ، اعتبار او د علمي مقالو د خپرولو له اصولو سره بلدتیا د پوهنتون د علمي څېړنو د کیفیت ښه والي او د څېړونکو د علمي آثارو د نړیوالې پېژندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د نوموړي په خبره د لوړو زده کړو وزارت محترم مسؤلین د مقالو کيفيت ته لومړیتوب ورکوي، هر علمي کادر بايد په معياري ژورنالونو کې مقالې نشر ته وسپاري او د مقالو او ژورنالونو کیفیت باید وساتل شي.
د ورکشاپ روزونکي استاد د نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې، اعتبار، معیارونو، د ژورنالونو د (Q1.Q2.Q3.Q4) درجه بندۍ، د معتبر او نامعتبر ژورنالونو توپیر، د علمي مجلو د شاخصونو او د څېړنیزو مقالو لپاره د مناسب ژورنال د انتخاب په هکله ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
