ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ کادري بستونو لپاره له ۸۰ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، غزني، اشنا، میهن، زاول او افغان سویس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د طب، ستوماتولوژي، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو او عامه ادارې پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو محترم وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست او د ننګرهار پوهنتون ګډ ممتحنه هیئت په حضور کې په کرنې پوهنځي کې واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام، د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي، د استادانو چارو آمر پوهنیار مولوي محمد طارق مخلص او د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي حیات الله افغان د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په هکله ډاډ ورکړ.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
