ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته د جوړ شوي دیني او علمي سيمینار دویمه ورځ د ټاکل شوې اجنډا سره سمه جریان لري.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۴۵
picture

یاد ۶ ورځنی سيمینار د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام په لارښوونه او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د ننګرهار او لغمان امارتي پوهنتونونو سربېره د ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو سلګونه تنو محصلینو ته د ظرفیت لوړونې او فکري روزنې په موخه جوړ شوی دی.
د سيمینار د دویمې ورځې پیل د قرانکریم د سورة النور له تفسیر او ترجمې څخه وشو چې د ختیخ امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت له لوري ترسره شوه، ورپسې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله ورعاه) لارښوونې، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس شیخ ضیاء الله حکیمي د انسان د پیدایښت مقصد، حسنه او سیئه اخلاق، اخلاقي فساد پېژندنه او د امارت او جمهوریت تر منځ توپیر او د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړي شیخ عبدالحی حنفي د اهل سنت والجماعت عقیده، قبر عذاب، د قیامت ورځې نښې موضوعات ارایه او تشریح کړل او د محصلینو پوښتنې یې ځواب کړې.
همدارنګه به د غرمنۍ او لمانځه وقفې وروسته شیخ عبدالحی حنفي په ټولنیزو رسنیو کې روانه جګړه او د افغانستان معاصر تاریخ، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح فقه العبادات او د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل الله معصوم د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله ورعاه) کتاب د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې موضوعات تدریس، تشریح او ارایه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

ننګرهار پوهنتون د فلیال پوهنتونونو لپاره د (ایس پي ایس ایس ) شپږ ورځنی ورکشاپ دایروي.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا دایرېږي، چې د کریکولم په اړه یې د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال، څېړنو آمر او روزونکو استادانو تر منځ غونډه وشوه.

د مجلس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۵ کادري بستونو لپاره له ۲۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، خراسان، الفلاح، متانت او جهان پوهنتونونو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ټولو امریتونو خودي ارزونه ترسره شوه.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له دې ارزونې څخه یې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغې ارزونې ته بشپړ چمتووالی نیول وو، چې د روان کال په وروستیو کې به ترسره شي.
یاده داخلي ارزونه چې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu