د ښوونې او روزنې پوهنځی

لنډه پېژندنه

ښوونې او روزنې پوهنځی د ننګرهار پوهنتون  اکاډمیکه  برخه تشکېلوي، دغه پوهنځی په ۱۳۵۷کال کې تاسيس شوی دی. یاد پوهنځی دا مهال اته څانګې ریاضي، فزیک، کېمیا، بیولوژي، تاریخ، جغرافیه، پښتو ژبه او ادب او مسلکي علوموڅانګې لري؛ په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې د پیداګوژي انستیتیوت چې جلال اباد په ښار کې يې موقعیت درلود د ښوونې او روزنې پوهنځي کې  مدغم شو، چې په دې سره یاد پوهنځی له درونټې څخه د جلال اباد ښار پیداګوژۍ انستیتوت  تعمیر ته  نقل مکان شو، چې نژدې ۲۵ جریبه ساحه لري . په یاد پوهنځي کې  له ۱۳۸۸ هـ ش کال را په دې خوا د کریډټ درسي سیستم تطبیق کېږي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي کې  (۶۱) تنه استادان په تدریس بوخت دي، چې د لېسانس، ماسترۍ او  دوکتورا تر کچې یې زده کړې کړي دي، په دې پوهنځي کې ( ۳۷۹ ) نجونې او ( ۲۲۱۱ ) برحال هلکان د هېواد له مختلفو ولایتونوڅخه  په زده کړو بوخت دي، د شپې برنامه  هم د ۱۳۹۰ کال را په دې خوا  پکې فعالیت لري او (۵۰۰) تنه هلکان او (۲۳۰ ) تنه نجونې پکې په زده کړو بوخت دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي له  پیله  تر ۱۴۰۱ کال پورې ټولټال (۷۵۶۳) تنه محصلین فارغ کړي دي.

د ښوونې او روزنې پوهنځی په خپل  علمي چوکاټ کې د چارو د ښه تر سراوي  او پراختیا په موخه یو شمېر کمېټې  لري چې په مسلکي کادرونو سنبال دي لکه  د تضمین کېفیت، نصاب او کریکولم، څېړنې، فرهنګي چارو، نظم ، دسپلین او د شکایتونو اورېدلو، امتحاناتو، ستراتیژیک پلان  او برېښنايي زده کړو کمېټه. همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځي نوی ستراتيژيک پلان د زېربنايي خدماتو، بشري منابعو او د نوو اکاډمیکو پرمختګونو پر بنسټ ولاړ دی.

لرليد

ښوونې او روزنې پوهنځی د خپل لرلید له مخې ژمن دی  چې په اوس  او راتلونکې کې  په  مسلکي، عملي او نظري  برخه کې وړ او پوه  روزل شوي فارغان ټولنې ته  وړاندې کړي او د ښې زده کړې، څېړنې او بهرنيو اړیکو په مرسته  به  د معارف  په برخه کې مثبت  بدلونونه رامنځته کړي. دا پوهنځی نړېوالو او سيمه ايزو معيارونو ته په پام سره هڅه کوي تر څو د کادرونو د روزنې، څېړنو، د علم او تکنالوژۍ انکشاف د خپرونې او پلي کولو له لارې اغېزمن او تلپاتې ټولنيز، اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامنځته کړي. پوهنځی کوښښ کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې تر ډېره خپلې تدریسي چارې  عملي ډګر  یا لابراتوارونو کې تر سره کړي . د اکاډميکو څېړنو د تر سره کولو په موخه به د نړیوالو تحقیقاتي مرکزونو سره توامیتونه ولري.

ماموريت

ښوونې او روزنې پوهنځی د خپلو با تجربه استادانو په درلودلو سره وياړي چې د هېواد په کچه به ټولنې ته ژمن مسلکي کادرونه وړاندې کړي، چې د خپلو وړتياوو او کاري مهارتونو پر مټ به وکولای شي چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې حل او نویو پرمختګونو ته د لاسرسي لپاره څېړنې ترسره او  د پرمختګ لامل شي.

تحصيلي نصاب

picturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicturepicture

 

User account menu