د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي له دري څانګې ۱۷ تنه فارغ شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۲:۴۰
pic

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دري څانګې په خپله ۱۸مه دوره کې ۱۷ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د فراغت مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس او استادانو ، فارغېدونکو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو برخه درلوده.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شــــ/یخ انعام الله مدني یادو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ فارغو محصلینو ته وویل: د پوهنتون دورې پر مهال د زده کړيو مسایلو او پوهې په پلي کولو سره د خپل ژوند تیاره ګوټونه روښانه کړي، د ټولنې په علمي پرمختګ کې برخه واخلي، علمي عرصه کې پر دې زده کړو بسنه ونه کړي او د نورو زده کړو ترلاسه کولو په برخه کې خپل جد و جهد جاري وساتي.
نوموړي محصلینو سره هغوی ته د غوره درسي چاپېریال چمتو کولو، عملي زده کړو زمینې مساعدولو، روان تحصیلي بهیر معیاري کولو او هغوی ته د هر راز سهولتونو برابرولو ژمنه وکړه.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئیس او محصلانو چارو مرستیال له لوري محصلینو ته د تقدیرنامو په ورکړې سره پای ته ورسېدله.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا د امارتي او خصوصي لېسو زده کوونکو ته د کانکور ملي ازموینې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپونه جریان لري.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د رسمي هدایت له مخې ننګرهار پوهنتون د دې ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ د امارتي او خصوصي لېسو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د نویو معلوماتو، مهمو تګلارو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون رئیس په دې پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه د نظم و شفافیت ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

شیخ انعام الله مدني د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه او په ازموینو کې د انضباط، شفافیت او ټاکلو معیارونو رعایت اړوند یې مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنې وکړې.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته ۳ ورځنی دیني او معلوماتي سيمینار پای ته ورسېد.

یاد سيمینار، چې پر مهال یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخو له لوري د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د مختلفو دیني او اصلاحي موضوعاتو په اړه بیانونه او پرېزنټېشنونه وړاندې شول، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu