د ننګرهار پوهنتون طب او ستوماتولوژي پوهنځیو کې د پاک کارۍ کمپاین ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۳۵
Picture

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي فرهنګي کمېټې نوي سمستر ته د چمتووالي په موخه د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او د ښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل په مرسته طب او ستوماتولوژي پوهنځیو کې د پاکوالي او چاپېریال ساتنې کمپاین ترسره کړ.

د یاد کمپاین په ترڅ کې برخه والو د پوهنځیو درسي خونې، انګړ او چاپېر ټول ځایونه پاک او منظم کړل، چې په دې توګه یاد پوهنځي د جدیدالشمول محصلینو راتګ او نوي سمستر ته اماده شول.

 د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکتر زلمي صاحبزاده د کمپاین پرانیستې پر مهال د نظافت په ارزښت خبرې وکړې، د پوهنځیو په پاک او منظم ساتلو کې یې د ټولو منسوبینو هڅې او همکاري مهمه وبلله او له هغوی یې د مننې تر څنګ ټینګار وکړ، چې په دوامداره توګه باید ورته کړنې او هڅې ترسره شي.

په پای کې د پوهنځیو پاکوالي او نظم په موخه د دوامداره اشرونو ترسراوي ژمنه وشوه.

pcitrepicturepicture

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د علمي چارو مرستیال د فارغېدونکو ماسترانو په دفاع غونډه کې ګډون وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي هارتیکلچر څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې فارغېدونکو محصلینو د تیزسونو په دفاع غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۲:۳۸
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ امارتي او خصوصي پوهنتونونو سلګونو تنو محصلینو ته ۶ ورځنی دیني او علمي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام په لارښوونه او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د ننګرهار او لغمان امارتي او ننګرهار مېشتو بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو نږدې ۵۰۰ تنو محصلینو ته ۶ ورځنی دیني ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون طب او ستوماتولوژي پوهنځیو کې د پاک کارۍ کمپاین ترسره شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي فرهنګي کمېټې نوي سمستر ته د چمتووالي په موخه د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او د ښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل په مرسته طب او ستوماتولوژي پوهنځیو کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu