د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د بېلابېلو پوهنځیو د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډو کې ګډون وکړ.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۵۳
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د شرعیاتو، ښوونې او روزنې او انجنیري پوهنځیو د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډو کې ګډون وکړ او د یادو پوهنځیو نویو محصلینو ته یې د هرکلي ویلو تر څنګ لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په یادو غونډو کې د خپلو ویناوو پر مهال نوي راغلي محصلین خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل او د پوهنتون له امکاناتو او شتمنیو څخه سالمې استفادې، قوانینو رعایت او غوره اخلاقو مظاهرې اړوند یې ورته سپارښتنې وکړې.
نوموړو یاد محصلین وهڅول چې خپلو علمي موخو ته د رسېدو لپاره د ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي، وخت بې ځایه تېر نه کړي او ټولنه کې د علمي کادرونو او ګټورو اشخاصو په حیث ځانونه مطرح کړي.
د پوهنتون مرستیالانو له یادو محصلینو سره ژمنه وکړه، چې د هغوی د ظرفیت لوړونې لپاره به بېلابېل علمي او تحصیلي فرصتونه او برنامې جوړې کړي.
د غونډو پر مهال د یادو پوهنځیو له لوري خپلو تازه راغلیو محصلینو ته د پوهنتون او پوهنځیو پېژندنې، چاپېریال سره د بلدتیا او تحصیلي بهیر په اړه معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شول. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

BACK TO NEWS

User account menu