د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د اقتصاد پوهنځي د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډه کې ګډون وکړ.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۵۵
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس او د محصلانو چارو مرستیال د اقتصاد پوهنځي جدید الشمول محصلانو ته په نیول شوې غونډه کې هغوی ته اړینې او لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې پر مهال یادو محصلینو سره د محصلانو خدمتونو انسجام امریت او اقتصاد پوهنځي مسؤلینو له لوري د پوهنتون او اقتصاد پوهنځي په اړه معلومات شریک او ورته رهنمايي وشوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې نویو راغلو محصلینو ته ښه راغلاست ووایه، هغوی یې د مسلکي زده کړو تر څنګ دیني او عصري ټېکنالوژۍ زده کړې ته وهڅول او د محصلینو د بریا او هوساینې  لپاره د پوهنتون د هڅو په اړه یې خبرې وکړې.
نوموړو یادو محصلینو ته د پوهنتوني او درسي اصولو رعایتولو، د استادانو او ټولګیوالو درناوي او د پوهنتون له علمي او فزیکي شتمنیو څخه د سالمې او مطلوبې استفادې په برخو کې سپارښتنې وکړې.
د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما جدیدالشمول محصلینو ته په جوړه شوې یاده غونډه کې د محصل مکلفیتونو او مسؤلیت پذیرۍ په اړه خبرې وکړې او هغوی ته یې د خپل پوهنځي په اړه معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu