د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو څانګو د کادري بستونو له کاندیدانو څخه د نړیوالو ژبو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۹:۸
image

 

د انګلیسي او عربي ژبې یاده ازموینه د غويي په ۱۷مه نېټه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد، ساینس پوهنځي د بیولوژي او کېمیا، طب پوهنځي د بیزیک ساینس، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د عامه حقوقو، ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو او ژورنالېزم پوهنځي د عامه اړیکو څانګو د اعلان شویو کادري بستونو لپاره واخیستل شوه، چې ۱۰۴ تنو کاندیدانو په کې برخه لرله.

په همدې تړاو د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د ازموینې پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو او استادانو سربېره په کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د ازموینې د تخنیکي مسایلو د تشریح تر څنګ د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استاذانو او ټاکل شوي هیئت سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ګډونوالو کاندیدانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخيستل شي، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۲۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون دوو څانګو ته د سولري برښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په لارښوونه او د تدریسي روغتون مسؤلینو په هڅو نسائي ولادي او نویو زېږېدلو کوچنیانو څانګو ته د جرمنۍ مؤسسې (ګاک) په مرسته د نږدې څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۵۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د ننګرهار پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو ۴۰ تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځيو په کچه د ممتازو محصلینو مقامونه اخیستې وو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د پروپوزل لیکنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت د پوهنتون اړوندو پوهنځیو د بېلابېلو څانګو لسګونه تنو محصلینو ته د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د روزنې چارې یې د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu