د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۳
pic

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي څانګې متقاعد استاد پوهنمل محمد اکرم عمرخېل د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
پوهنمل عمرخېل د خپل ژوند زیاته برخه د ښوونې او روزنې په ډګر کې د هېوادوالو په خدمت او د زرګونو مسلکي کادرونو په روزنه کې تېره کړه.
د ننګرهار پوهنتون رهبري هیئت او منسوبین په داسې حال کې، چې د ارواښاد استاد مړینه لویه ضایعه بولي، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ځان په دې درانه غم کې شريک ګڼي. 
د لوى خداى (جله جلاله) له درباره مرحوم استاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
الحکم لله
شیخ انعام الله مدني
د ننګرهار پوهنتون رئيس

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۵
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس شاوخوا ٢٦٠٠ ګډونوالو د مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه سره خپل بیعت تازه کړ.

دغه څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ، د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې تېره ورځ د ا.ا.ا مشرتابه حفظه الله په حضور او وینا سره پیل شو، شاوخوا ٢٦٠٠. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۸
Background image

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو څخه مالي ملاتړ وشو.

لوړو زده کړو وزارت سره د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د شوې هوکړې له مخې به د یادې مؤسسې د زده کړو ملاتړ پروګرام په لړ کې د ننګرهار پوهنتون او د یو شمېر ننګرهار مېشتو خصوصي لوړو زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د افغان مراد خصوصي لېسې زده کوونکو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار کې د افغان مراد خصوصي لېسې (۴۰) تنو زده کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. راغلو زده کوونکو ته د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu