دژبو او ادبياتو پوهنځی

لنډه پېژندنه

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې د پرمختيايي پلان له مخې په ۱۳۶۳ ل کال په رسمي ډول تاسيس شوی دی. هغه مهال يې يوازې يوه څانګه (پښتو ژبه او ادبيات) درلوده چې د استادانو شمېر يې(۶) تنه وو.  یاد پوهنځی هم په همدې نامه ( د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځی) سره یادیده. ورپسې د روسي ژبې او ادب څانګه هم پکې د يو څو کالو لپاره فعاله  شوه. د وخت له  غوښتنو او اړتياوو سره سم پکې نورې څانګې لکه: د انګليسي ژبې او ادب څانګه په ۱۳۷۱ ل کال فعاله شوه. په ۱۳۷۲ ل کال د عربي ژبې او ادب  څانګه نوې تاسيس شوه. بايد يادونه وکړو چې د پښتو ژبې او ادب څانګې په اډانه کې د شپې برنامه هم تاسيس شوه، دوه کاله يې د ژبو او ادبياتو  پوهنځي  په چوکاټ کې فعاليت درلود، خو په ۱۳۸۳ ل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي  اداري تشکيل ته ورانتقال شوه. له ۱۳۷۱ ل را په ديخوا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په درسي نصاب کې د وخت د غوښتنو سره سم ادلون بدلون راغلی. دغه راز د دري ژبې او ادب څانګه په ۱۳۸۲ ل کال کې فعاله شوه، له دې وروسته د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تشکیل کې د هندي ژبې او ادب څانګه په ۱۳۸۵ ل کال تاسيس شوه او همدارنګه په ۱۳۹۳ ل کال کې د دې پوهنځي په تشکیل کې د جرمنی ژبې او ادب څانګه رامنځته شوه.  دا مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ټولې شپږ څانګې لري چې له دې ډلې څخه یې په دوه څانګو پښتو ژبه او ادب کې په ۱۳۹۳ ل کال د ماسترۍ پروګرام تاسيس شوی او همدارنګه په عربي ژبه او ادب څانګه کې په ۱۳۹۹ل کال کې د ماسترۍ پروګرام تاسیس شوی دی.

picture

کله چې په یاد پوهنځي کې له  پښتو ژبې او ادب څانګې څخه پرته نورې څانګې ايجاد شوې، نو د پوهنځي نوم د( پښتو ژبې او ادب پوهنځي) څخه د ژبو او ادبياتو پوهنځي په نوم بدل شو. دې پوهنځي د خپل فعاليت په بهير کې د لومړۍ ورځې څخه را پدې خوا په مختلفو څانګو کې  یو زیات شمېر مسلکی کادرونه د ټولنې د خدمت لپاره روزلی دي.

اوس مهال د دې پوهنځي په شپږو څانګو کې د محصلانو مجموعي شمېر(۱۱۱۵) تنه دي. د محصلينو د علمي سويې د لوړولو په خاطر کتابتون، کمپيوټر ليب او د انټرنټ سهولت موجود دی. د تشکيل له مخې دغه شمېر محصلانو ته په علمي کادر کې شامل ( ۵۲)  تنه استادان په تدريس بوخت دي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په خپل  علمي چوکاټ کې د چارو د ښه تر سراوي  او پراختیا په موخه یو شمېر کمېټې  لري چې په مسلکي کادرونو سنبال دي لکه  د تضمین کېفیت، نصاب او کریکولم، څېړنې، فرهنګي چارو، نظم دسپلین او د شکایتونو اورېدلو، ازموینو، ستراتیژیک پلان  او برېښنايي زده کړو کمېټه. همدارنګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نوی ستراتيژيک پلان د زېربنايي خدماتو، بشري منابعو او د نوو اکاډمیکو پرمختګونو پر بنسټ ولاړ دی.

ماموريت

د داخلي او بهرنیو ژبو ( پښتو، دري، انګلیسي، عربي، هندي او الماني) په ادبیاتو کې د لېسانس او ماسټر په کچه د وړ او مسلکي کادرونو روزل څو هېوادنۍ او بهرنۍ اړتیاوې د صنعت او ټکنالوژۍ سره همغږې کړي.

ليدلوری

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د خپل لرلید له مخې په پام کې لري تر څو په راتلونکو ( ۵ نه تر ۷) کلونو په موده کې د لېسانس په کچه د نویو څانګو د ایجاد تر څنګ په مختلفو ژبو او ادبیاتو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه پروګرامونه پیل کړي.

تواميتونه

د  ژبو او  ادبیاتو پوهنځی د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست، پوهنې ریاست او  هندوستان قونسلګري، ایران قونسلګري او پکتیا پوهنتون سره تفاهم لیک لري چې د محصلینو د عملي زده کړو په برخه کې له یاد پوهنځي سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

څانګې

۱-  پښتو څانګه

۲-  عربي څانګه

۳-  دري څانګه

۴-  انګلیسي څانګه

۵- هندي څانګه

۶- الماني څانګه

تحصيلي نصاب

د ژبو او ادبیاتوپوهنځی د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره  درسي نصاب لري، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائيد او ياد پوهنځي ته په واک کې ورکول شوی او په شپږنو څانګو کې تدريسيږي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د شپږنو څانګو تحصیلي نصاب په لاندې ډول سره دی:

دپښتو ژبې او ادب څانګې تحصيلي تخصصي نصاب

picture

 

دعربي ژبې او ادب څانګې تحصيلي تخصصي نصاب

picture

 

ددری ژبې او ادب څانګې تحصيلي تخصصي نصاب

picture

 

دانګلېسي ژبې او ادب څانګې تحصيلي تخصصي نصاب

picture

 

دهندي ادب څانګې تحصيلي تخصصي نصاب

picture

 

دالماني ژبې او ادب څانګې تحصيلي تخصصي نصاب

picture

 

User account menu