دمعلوماتي ټکنالوژۍ څانګه

لرلید

دمعلوماتي ټکنالوژۍ څانګه هڅه کوي چې د معتبر او معياري درسي او څېړنيزو پروګرامونو له لارې دخلکو د پرمختګ او د ژمنو او متخصصو کسانو د روزنې او زده کړې لپاره زمينه برابره کړي.

ماموريت

دمعلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مسلکي، څېړنيزو او مديريتي مهارتونو د لوړولو په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ له پرمختګ سره سم د باکيفيته علمي او ښونيزو خدمتونو وړاندې کول.

موخې

  1. دمعلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې د متخصصينو روزنه
  2. دکمپيوټر، مخابراتي او بېسيم شبکو په برخه کې په نظري او عملي توګه د زده کړو ښوونه او روزنه
  3. دشبکې امنيت، د شبکې مديريت، سايبر امنيت او د پروژې مديريت په برخه کې  په نظري او عملي توګه د زده کوونکو ښوونه او روزنه
  4. د کلاوډ کمپيوټنګ او مجازي خدماتو، د کمپيوټر سيستمونو ساتنه او پالنه کې زده کوونکو ته نظري او عملي پوهه تدريس کول
  5. د معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې د تحليل، څېړنې او نوښت په برخه کې په نظري او عملي ډول دمحصلينو او استاذانو د پوهې او مهارتونو روزنه او وده

ارزښتونه

  1. په چارو کې د عدالت، صداقت، روڼتيا او حساب ورکونې څارنه
  2. اسلامي، اخلاقي او کلتوري ارزښتونو ته درناوې
  3. د یووالي، همکارۍ او يو بل منلو روحيه پياوړې کول
  4. دنړيوالو ساينسي څېړنو معيارونو ته درناوی
  5. د ارزښتناکه اخلاقي او ساينسي اصولو په توګه انتقادي فکر (Critical thinking) ته درناوی ټولنيز عدالت او وړتيا
  6. دباکيفيته زده کړو لپاره هلی ځلی
  7. د تبعيض او تعصب مخنيوي

User account menu