دمعلوماتي سيستمونو څانګه
لرليد
د باکېفيته زده کړو په وړاندې کولو سره د معلوماتي سيسټمونو په سکټور کې د افغانستان په اقتصاد او ځان بسياينې کې مرسته کول.
ماموريت
- د بريالۍ مسلکې دندې د ترلاسه کولو لپاره د نړېوالو منل شويو تدريسي مېتودونو پر بنسټ زدکړيالانو ته غوره مهارتونه ور زده کول،
- زدکړيالانو ته د مسلکې، څيړنيزو، مشرتابه، متشبث، اوږد مهاله او نوښتګرو مهارتونو د تدريس لپاره د اغېزمن او خوندي زده کړه ييز چاپيريال رامنځته کول.
- د معلوماتي سيستمونو په برخه کې په نظري او عملي پوهې د فارغانو سنمبالول، ترڅو د ټيکنالوژيکې حلونو او زېربناوو رامنځته کولو، ساتلو او خوندي کولو لپاره د افغانستان سره د يو روڼ، باوري، ثابت، او ځان بسيا اقتصاد او حکومتدارۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.
- د شريکانو د ښکېلتيا او د تحصيلي پروګرام ملاتړ، ښه والي او ارزولو لپاره د عامه-خصوصي مشارکت رامنځته کول، تر څو اغېزمن، ګټور، زړه راښکونکې او د منلو وړ وي،
- زدکړيالانو ته وړتيا ورکول، چې د پېچلو ستونزو د حل لپاره د هارډوير او سافټوير په برخه کې د وروستنيو ټيکنالوژيکې وسايلو څخه کار واخلي،
- د افغانستان د کار بازار لپاره د معلوماتي سيسټمونو د متخصصينو توليد او په بهرنيو متخصصينو تکېه له منځه وړل