All News
د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس دویمه دروازه هم په اساسي توګه جوړېږي.
یاده دروازه، چې کوچنی پارک، ډبرین کتاب، ګلدانونه او نور ملحقات هم لري، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مخکېني رئیس او استاد ارواښاد شهید پوهاند مسعود نېکبخت د کورنۍ او دوستانو په مالي. . .
د ننګرهار پوهنتون د نړیوال علمي ژورنال (Nangarhar University International Scientific Journal) د ایجاد چارې بشپړې او ډېر ژر به پر لیکه شي.
یاده خبره د علمي تحقیقاتو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت مقام سلاکار ډاکټر وسیم اقبال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د دې پوهنتون د نړیوال ژورنال اجرائیه. . .
د ننګرهار پوهنتون د فارغو محصلانو ټولنې (Alumni Association) د پرانیستې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه.
په یاده مشورتي ناسته کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د. . .
د ریلیف انټرنیشنل ادارې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل.
د ریلیف انټرنیشنل ادارې د ویټ پروژې مشر شاکرالله سعید او ورسره مل پلاوي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.
د لیدنې پر مهال ښاغلي سعید د خپلو روزنیزو. . .
د وړ او په کار پوه مسلکي کادرونو د روزنې لپاره اړینه ده، چې معیاري او د ټولنې غوښتنو ته ځواب ویونکی نصاب او کریکولم ولرو.
د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون محترم استادان باید د نصاب د معیاري کېدا لپاره هلې ځلې وکړي، وخت په وخت نوي مسایل په کریکولم کې ځای پر ځای او د تیوري تر څنګ د محصلینو عملي. . .
د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.
په نوموړي کاري مجلس کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د. . .
ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ تحصيلي کال کانکور ازموينې د اخيستلو بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د کانکور د بایومتریک او ازموینې پروسه د غويي په ۵ مه پیل او په ۱۱مه نېټه د ۷ ورځو په موده کې پرته له کومې جزوي او جدي ستونزې پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولايت د دولسمو. . .
ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي کې د ۵۰۰ متر مربع په مساحت شیشه یي شنه خونه جوړېږي.
د یاد ګلاس هاوس سربېره به د کرنې پوهنځي لسګونو محصلینو او فارغانو ته د عملي زده کړو او انټرنشیپ زمینه هم برابره شي.
یادې خبرې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP)د ننګرهار سیمه. . .
ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ تحصيلي کال کانکور ازموينې د اخيستلو بهير پيل شو.
ياده ازموينه، چې څلور ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې د ننګرهار ولايت د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو له نږدې پنځلس زرو تنو فارغانو ازموينه واخيستل شي.
په هغه پرانيستونکې غونډه کې،. . .