بشري سرچينو امريت
دبشري سرچينو آمريت پېژندنه، اهداف، عمده وظايف او د بشري منابعو آمريت اساسات :-
بشري منابعو آمريت عمده وظايف ،اهداف :-
- د اړوندو مقرراتو او قوانينو په رڼا کې د بشري منابعو د کړنلارو د پرمختيا په اړه مشوره ورکول د تصميم نيول او ټاکل شويو اهدافو ته د رسيدو په موخه د هغې تطبيقول.
- د نوو کارکوونکو انتخاب ( د خالي پوستونو اعلان او غوښتنليکونو تحليل او تجزيه ارزيابي، مصاحبه، استخدام، تبديلي ترفيع ، تقاعد، استعفاء، او انفکاک وړانديزونو ترتيبول.
- د کارې ظرفيت د بيا لوړونې او د وروستيو تصميمونو د نيولو په خاطر د اړوند کارکوونکو ارزونه او کنترول.
د بشري منابعو مديريت اهداف په دري ډوله دی:-
- شخصي اهداف: د اشخاصو د حقوقو ساتل او د هغوي د تربيي څخه عبارت دی.د کارمندانو څخه اعظمي استفاده کول.
- د کارمندانو ضروريات معلومول او د هغوي د ضرورياتو مطابق هغوي تشويقول ترڅو د اداري کار خپل مسؤليت وګڼې او په موثر ډول کار سرته ورسوي.
- د کارمندانو ذهنې تقويت پورې اړ لري، مثلاً هغوي ته احترام درلودل، په هغوی باندې باور کول، او د هغوي نظرياتو او خبرو ته غوږ کيښودل.
- د خپل توليد موثريت او زياتوالې په خاطر کارمندانو ته ترينګونه ورکول، لارښونه او معلومات ورکول او هغوی سره مشوره کول.
- ټولې هغه لارې چې د کارمندانو روحيه تقويه کوی په کار اچول کارمندانو د شخصی اهدافو څخه شمېرل کېږي.
- اداري اهداف:-
- د اداري موثريت لپاره د اداري په دندو او لوايحو پوهيدل.
- د اداري سره د لومړينو اهدافو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.
- د داسې ديپارتمنتونو ايجادول چې د يوې اداري په ګټه کار وکړي.
- د بشري مديريت په مفهوم پوه شی.
- د بشري منابعو مديريت عمده دندې وپېژنې.
- د پوهې انتقال لپاره مهم ميتودونو وپېژنې.
- د استخدام پروسه تشريح کړي.
- په مصاحبه کې د ساده او سختو سوالونو په رابطه وپوهېږي.
- د لايقو کانديدانو په اړه څلور مهمي نقطي وپېژنې، مناسب شخص ، اهليت ، لياقت،شايستګی .
- په مصاحبه کې د يو کانديد منفي نقطي وپېژنې.
- د يو کارکوونکې د ارزونې ميتودونه وپېژنې.
- د وخت مديريت او د هغي په اهميت وپوهېږي.
- اجتماعي اهداف:-
- د بشري منابعو مديريت اجتماعي اهدافو څخه داسې اخلاقي کارونه سرته رسول دی چې د جامعه ضرورياتو او غوښتنو مطابق وي او جامعه ترې متضرره نشي يعنې د جامعي د ضرورياتو مطابق فعاليتونه بايد سرته ورسوي.
- د ټولنې د مفاد په خاطر د منابعو په استعمال کې د اداراتو پاتې راتلل کيدای شی چې د اخلاقيت او اجماعيت له پلوه اداره د خنډ سره مخ کړی.
د بشري منابعو مديريت اساسات:-
- د بشري منابعو امريت بايد چې د يوې دورانې پروسې په څېر عمل وکړي د يو شخصي وظيفي د اهدافو او د کارمندانو د اساسي پوهې تجزيې او تحليل څخه وروسته د بشری منابعو د مديريت شرايط او د استخدام د پروسې پلان توضيح کېږي.
- نوي کارمندانو ته بلنه ورکول کېږي. او د دندې د ضرورتونو مطابق يوه ارزيابي کېږي. د هغوي د جملې نه يو مناسب شخص د اداری لپاره ګمارل کېږي. او د اداري سره پېژندګلوی لاسته راوړي. او وروسته د ګمارلو په جريان کې د کارمندانو لپاره د انکشاف ضرورت وي که چېرته شخص وظيفه پرېږدي د مثال په ډول تقاعد کېږي نو د بشری منابعو مديريت د يو نوی او ښه کارمند په لټه کې به شي او دغه پروسه به بيا د سره پېل شي.
دننګرهار پوهنتون رياست د مامورينو عمومي مديريت تشکيل په 1383 کال څخه پخوا په لاندې توګه سره دی.
- مامورينو درېمه رتبه عمومي مدير يو تن.
- استخدام څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- استخدام شپږمه رتبه مامورين دري تنه.
- سوانح څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- سوانحو شپږمه رتبه مامورين دوه تنه.
- مغازي څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- مغازي شپږمه رتبه مدير يو تن.
- تايپست يو تن.
- اجير يو تن.
جمله دولس تنه
د1383 کال مامورينو دريمه رتبه عمومي مديريت د کارکنانو څلورمه رتبه عمومی مديريت په نوم ونومول شول.
- کارکنانو څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- سوانحو شپږمه رتبه مامور يو تن.
- مغازي څلورمه رتبه عمومي مدير يو تن.
- مغازي شپږمه رتبه مامور يو تن.
- تايپست يو تن.
- اجير يو تن.
جمله شپږ تنه.
د1390 کال کې د ننګرهار پوهنتون په تشکيل کې د بشري منابعو دريمه رتبه امريت منظور شوی چې په لاندې ډول يې يادونه کېږي:
- بشري منابعو دريمه رتبه امر يو تن.
- استخدام څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- استخدام پنځمه رتبه مدير يو تن.
- د اداري پرمختيا او ظرفيت لوړونې څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- د جندر څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- د کارکنانو د سوانحو، اجرااتو او ارزونې څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
- د سوانحو د تقاعد پنځمه رتبه مدير يو تن.
- د کارکنانو د حاضري شپږمه رتبه مامور يو تن.
- خدماتی کارکن يو تن.
جمله 9 تنه.
نوم- نورحکيم شاه مومند.
دنده- د بشری سرچينو امر
د اړيکو شمېره – 0772645853- 0700082330