دهارټيکلچر څانګې لرليد، ماموريت، موخې او ارزښتونه

لرليد

د هېواد دننه د هارتیکلچر محصولاتو په برخه کې د ليسانس او  فوق ليسانس په کچه د کادرونو په روزلو سره د مېوو ، سابو ، ګلانو ، مساله جاتو او طبي نباتاتو توليد ،  پروسس ، بازار موندنې او هم د صادراتو په برخه کې پرمختياوې رامېنځته کول.

ماموريت

۱. د هېواد دننه د ليسانس او  فوق ليسانس په کچه د کادرونو په روزلو سره په بهر کې د زده کړو لپاره د لګښتونو کمول

۲. د پوهنتون او نورو مرستندويو ادارو له شته امکاناتو څخه د اعظمي ګټې اخيستنې لپاره د زمينې برابرول او پوهنتون ته شهرت او موقف بخښل

۳. ليسانس او د فوق لسانس د برنامې د زده کړیالانود تحقیقاتي پروژود ترسه کیدلو څخه وروسته په هیواد کې د هارتیکلچري محصولاتو د تولید ، پروسس ، بازارموندنې په وړاندې موجوده ستونزو ته د حل په موخه مختلفې لارې چارې او میتودونه د همدې برنامې له لارې بزګرانو سره شریکول.

۴. د بشري پوهاوي له لارې د مېوو، سابو، طبي نباتاتو د کميت، کېفيت او د ځنځيري ارزښت د لوړولو لپاره د زمينې برابرول

۵. د هارتیکلچری محصولاتو د توليد، پروسس ، زېرمې او بازار موندنې له لارې د خوړه ايز خوندي توب تأمينول او د ژوند د کېفيت د کچې لوړول

۶. موجوده فرصتونو څخه اعظمي استفاده کول

 ارزښتونه

د بڼوالئ څانګه د زده کړيالانو د روزنې او د څانګې په اداري چارو کې لاندې ارزښتونو ته ژمن دي:

  • ټولنې ته د لوړ کېفيت لرونکي په اسلامي، ملي او ديموکراتيکو اصولو باور کادرونو وړاندې کول.
  • ملي او نړېوالو ارزښتونو ته ژمن، صادق، په وطن مئين او د مارکېټ د اړتيا پر بنسټ د مسلکي کادرونو وړاندې کول.
  • په څانګه کې له تبعيضه پرته د کادرونو په استخدام کې روڼتيا او د عدالت تأمينول.
  • د خدمت لپاره ژمنتيا او پر پوهې مهارت او مسلکيتوب باندې باور.
  • د تدريس، څېړنې، استخدام او د علمي ترفيعاتو په بهير کې د لوړوزده کړو مؤسسو د قوانينو، مقررو او لواېحو بشپړ تطبيق کول.

د څانګې او د پوهنځۍ له شته تکنالوژي او نورو سرچينو څخه په اغېزمند ډول ګټه اخيستنه.

موخې

 پورته ذکر شوي ماموريت ته د رسيدنې لپاره د هارتیکلچرڅانګې  اهداف په لاندې ډول دي:

  1. د ټولنې د اړتيا په اساس د معياري ميتودونو له لارې د کادرونو روزل او د هغوئ د علمي، څيړنيزو او تخنيکي وړتياوو لوړول
  2. کرنیز سکتور ته وده او پراختیا ورکول
  3. د عصري تکنالوژۍ له لارې د علمي څيړنو سرته رسول
  4. د پایدارې کرنې او مالداري رامنځته کول
  5. د کرنیز سکتور په ودې سره د ملي اقتصاد پیاوړې کول
  6. د معياري تدريسي شرايطو د تطبيق له لارې د ځوانو زده کړيالانو روزنه
  7. د مسلک د مينوالو لپاره د درسې کتابونو، مرستندويه کتابونو، علمي مجلو، مسلکي او روزونکي سمينارونو اماده کول
  8. د پوهنځۍ د پرمختګ له پاره هر اړخيزې هلې ځلې ، مسلکي او روزونکي سمينارونو اماده کول
  9. د پوهنځي سره د اړوندو دولتي او غير دولتي ادارو د اړيکو ټينګول، پراخول او د مادي او معنوي مرستو جلبول

User account menu