فقه او قانون څانګه

۱- فقه او قانون څانګه

پېژندنه

هر قوم او ولس ځانګړی افتخارات لري چې تل پرې ویاړي او نمانځنه یې کوي، خو افغان ولس ته د پیړیو پیړیو راهېسې د اسلام قبولول، خپرول او علمي خدمتونه هغه څه دي چې تل یې د خپلی ټولنې لپاره ویاړ ګڼي، د همدې نوامیسو د ساتلو په موخه یې تل د تحقیق، تالیف او زده کړې لار خپله کړي، د حکومت په ګدۍ ناستو مشرانو یې هم همدې هدف ته د رسیدو په موخه د اسلامي شعایرو او مقدساتو درناوی په نظر کې نیولی، او د حکومتولی چوکات یې د اسلامی اصولو او احکامو سره  سم عیار کړی چې د هیواد په درې ګونو محاکمو کې یې قضایې سیستم څخه چې د حنفی فقهی په بنیاد په کې پریکړې ترسره کېږي یادولی شو.

د علمي خدمتونو او یادو بنیادونو د لا پرمختګ په موخه په هیواد کې د ځوانانو د ښه روزنی او لوړو زده کړو ته د لاسرسی په موخه په پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځیوایجاد هم دیادولو وړ دی. چې د ننګرهار پوهنتون، شرعیاتو پوهنځي د ایجاد سره سم د فقه او قانون څانګه په (۱۳۷۱ل.ل) کال کې دلمړنۍ فارغ لرونکې ديپارټمنټ په توګه تاسيس شوه.ياده څانګه څلور کلن تحصيلی منهج لري. چې په وروستي سمستر کې محصل دمونوګراف په ليکلو مکلف دې،اودټولو اکاډميکومقرراتو دبشپړولو په صورت کې د لېسانس(BA) ډګري ورکول کېږي.

لرليد

د فقه او قانون ديپارټمنټ به د هیواد او سیمي په کچه یوه منل شوی څانګه وي ،چې فارغان به یې د هیواد په قضائي او عدلي ارګانونو کې د نوښتونو په وسیله مثبت تغیر راوستونکي وي .  

رسالت

د فقهي او قانون څانګه د خپل ټاکل شوی کریکولم په رڼا کې د مسلکي او تجربه لرونکو استاذانو په وسیله تدریس کوي او علمي څیړنو ته یې لار هواروي .

اهداف

۱ . د نارینه او ښځینه و لپاره د لسانس، ماسترۍ او دکتورا په کچه د زده کړی زمينه برابره ول .

۲ . د متمدني نړۍ د پوهنتونونو سره برابر د وخت او ټولني د ضرورتونو په نظر کې نیولو سره سم د یو باکفیته نصاب درلودل .

۳ . ټولنې ته د ورپېښو مشکلاتو حل ته د ضرورت په وخت کې لاسرسی .

۴ . د هیواد د قضائي او عدلې سیستم د پیاوړي کولو ، د خلکو د حقوقو د تأمین او دفاع لپاره د مسلکي كادرونو روزل .

۵ . د اسلامي فقهې تر څنګ په قوانینو باندې د محصلینو پوهول، او د اسلامي فقهې په رڼا کې د قوانینو تفسیرولو لپاره په مسلکي ډول د هغوی روزل .

۶ . د ژبني، سيمه ييز، ډله یيز ، تعصب پرته  په ازاده او عادلانه توګه قضاوت کولو روحیه ورکول او د اسلامي اصولو په رڼا کې د خپلو دیني مقدساتو څخه دفاع کول .

د علمي کادر غړي

اوسمهال دفقه اوقانون څانګې د  استاذانو شمېر (۱۴) تنو ته رسيږي،چې(۱۱)يې نارينه او(۳)يې ښځينه دې له دوي څخه (۶) تنه يې د دوکتورا ، او(۸) تنه د ماسترۍ تحصيلي درجې لرونکي دي، اوسنۍ آمر يې پوهندوي عبدالمجيد هدايت دې چې په لاندې جدول کې يې په تفصیل سره مطالعه کولی شو.

فقه او قانون څانګې کريکولم

د فقه او قانون څانګې کريکولم په لاندې جدول کې ځای پر ځای شوی چې لومړني دوه حروف(SL) د(Sharia Law يعنې شرعياتو پوهنځی، ورپسې دوه حروف(IL)د Islamic Law))يعنې فقه او قانون په معنا او  لومړنۍ دوه شمېرې د سمستر د کوډ او ورپسې دوه شمېرې د مضمون کوډ په معنادي.

محصلين

فقه اوقانون څانګې ته هغه محصلين لار پيداکولې شي چې د ديني علومو په برخه کې له دولسم ټولګې فارغ شوي وي، اويايې معادل سند ولري. دياد تحصیلي سند درلودلو په صورت کې لمړۍ محصل ثبت نام کوي، او بيا په ټاکلي وخت دکانکوردملي ادارې په ازموينه کې ګډون کوي ،چې دبرياليتوب په صورت کې دانتخاب مطابق دشرعياتو پوهنځي ته ورپېژندل کېږي. له نيکمرغه دشرعياتو پوهنځي فقه اوقانون څانګې تر دې مهاله تولنې ته دخدمت په موخه(۱۴۸۶) تنه فارغان وړاندې کړي،چې(۱۳۴۷)يې نارينه او(۱۳۹) يې ښځينه دې.