دانجينري پوهنځي اوسنی حالت

انجینري پوهنځي اوسنۍ حالت

انجینري پوهنځي چې په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې تاءسیس شوې ، اوس مهال په دریو رشتو کې 618 محصلین پکې په زده کړو بوخت دي، چې د 35 تنو علمي کادر غړو لخوا  ورته  د کریدیت سیستم له مخې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي. 

علمي پروګرامونه

انجینري پوهنځی اوس مهال یواځې د لسانس په کچه درې علمي پروګرامونه لري . نوموړي علمي پروګرامونه عبارت دي له سیول انجینري، اوبو زیرمو او چاپيریال ساتنې انجینري او همدارنګه د مهندسي انجینري.

په پام کې ده ،د  پوهنځي د پنځه کلن ستراتيژیک پلان له مخې به په 1404 هـ ش کال کې په سیول انجینري کې د ماستري برنامه پیل کړي

 د پوهنځي فزیکي منابع:

انجینري پوهنځي  12 درسي خونې، یو کمپيوتر لیب چې پنځوس پاېې کمپيوترونه لري، درې لابراتواري خونې، کتابتون، د څانګو او استادانو پنځه خونې، دپوهنځي ریاست ، تدریسي مدیریت ، د پوهنځي معاونیت او یوه ډيپو لري.

علمي ملګرتيا او پارټنرشيپونه

د ننګرهار ولایت دولتي سکتورونه( ښاروالي، فوايد عامه، برېښنا، انکشاف دهات، سیندیزه خوزه، کانال)

خصوصي سکتورونه( PMS-Japan, Community World Service Asia)

لابراتوارونه:

انجینري پوهنځی د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او همدارنګه د علمي کادر غړو د علمي څيړنو ترسره کولو لپاره لاندې لابراتوارونه لري.

 د ساختماني موادو ، کیمیا ، سروې  او مهندسي ستودیو

 البته یادونه کیږي چې نوموړي لابراتوارونه د تجهیزاتو او لابراتواري خونو له پلوه ډيرې  نیمګړتیاوي لري. د ستراتيژیک پلان له هڅه کیږي چې یاد لابراتوارونه د تجهیزاتو او لابراتواري معیاري خونو له پلوه غني شي.

 

 

 

User account menu