د عربي ژبې او ادب څانګې لرليد ماموريت موخې او ارزښتونه
ماموریت
د عربي ژبې او أدب څانګه کې د ليسانس، ماسترۍ او دکتورا په کچه وړ او مسلکي کادرونه روزل؛ څو د عربي ژبې د تخصص په لرلو سره خپلې هيوادنۍ او بهرنۍ اړتیاوې پوره کړي.
لرلید
دعربي ژبې او أدب څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د شپې برنامه او د عربي ژبې د تقویې لپاره یوکلن معهد جوړکړي.
أهداف
۱- د افغانستان د پوهنې په بهیر کې د عربي ژبې مسلکي ښوونکي روزل.
۲- دملي ژبو د بډاینې په پار له عربي ژبې څخه ملي ژبو ته د ژباړې وړ او مسلکي ژباړونکي روزل.
۳- دمقارنوي (پرتليز) أدب او کره کتنې له لارې محصلینو ته د عربي او ملي ژبو تر منځ دڅېړنو زمینه برابرول
۴- دهیواد په کچه د عربي ژبې، علومو او أدب ته پراختیا ورکول.
۵- د عربي ژبې په علومو او أدب کې متخصصین او مسلکي علمي کادرونه روزل او له اسلامي تراث او فرهنګ سره يې اړیکې ټينګول.
د عربي څانګې ارزښت
- د اسلام مبین دین ژبه: عربي د قرآن کریم، احادیثو، مسنون دعاګانو او اسلامي فقهې اصلي ژبه ده. د اسلامي متونو سم درک او ژوره پوهه یوازي د عربي په زده کړه پوره کېږي.
- تاریخي او کلتوري اهمیت: عربي ژبه د بشري تمدن له لرغونو او شتمنو ژبو څخه ده. په ساینس، فلسفه، طب، ستورو پوهنه او ادب کې د زرګونو کلونو شتمن میراث لري.
- ادبي ښکلا: په عربي ژبه کې شعر، نثر بلاغت او فصاحت ځانګړی مقام لري. ډېری ادبي فنون د عربي ژبې په برکت بشپړ شوي دي.
- نړیواله ژبه: د عربي نړۍ له سترو ژبو څخه ده. د ملګرو ملتونو رسمي ژبه ده. په ۲۰+ هیوادونو کې اصلي ژبه ده. له ۴۰۰ میلیونه زیات ویونکي لري.
- اقتصادي ارزښت: د عربي ژبې پوهه دکار، سوداګرۍ، دیپلوماسۍ او ترجمانۍ په برخو کې ډېر فرصتونه برابروي، په ځانګړي ډول د منځني ختیز هیوادونو سره.
- د هویت او دیني پیوستون ژبه: د ډېرو مسلمانانو لپاره عربي د هغوی د روحي پیوستون، کلتوري ریښو او مذهبي هویت مهمه ستنه ده.
- علمي ارزښت: د علمي میراث ساتونکې ژبه ده. په عربي ژبه کې د زرګونو کلونو علمي کتابونه لیکل شوي دي، په ځانګړي ډول د اسلامي تمدن د زرینې دوري
(۸ – ۱۴میلادي پیړۍ) علمي آثار. په دي ژبه کې د سترو علماوو او مفکرینو لیکنې خوندي شوي دي.
د عربي ژبې د مؤثریت ساحه
د عربي ژبې او ادب څانګې لسانس، ماستري او دوکتورا برنامو مؤثریت په هکله په لنډه توګه ویلای شو چې دوه ډوله مؤثریت لري.
لو مړی: د سیمې په کچه
د یادي څانګې د اړونده علمي برنامو مؤثریت د سیمي په کچه ډېر پراخه دی خو په لنډو نقاطو کې یې په لاندي ډول وړاندي کوو:
- عربي د منځني ختیز او شمالي افریقا د هیوادونو رسمي ژبه ده: عربي د شاوخوا (۲۲) عربي هیوادونو رسمي ژبه ده چې په دي لویه سیمه کې: حکومتونه، سوداګري، پوهنتونونه، نړیوالي اړیکې، رسنۍ او ټولنیز افهام او تفهیم ټول په عربي ژبه ترسره کیږي. نو په سیمه کې هر هغه هیواد چې له عربي نړۍ سره اړیکې لري، د عربي ژبې زده کړه یې د هر اړخیزو اړیکو لپاره اړینه ده.
- د اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو ژبه ده: عربي د اسلام مبین دین د سپیڅلو متونو ژبه ده. له همدي امله د اسلامي هیوادونو ترمنځ علمي، دیني او فرهنګي اړیکې په عربي ټینګې دي. اسلامي کنفرانسونه، فتواوي، نړیوالې دینې مؤسسې او علمي شبکې اکثرا عربي کاروي. نو عربي د مسلمانانو ترمنځ ګډه علمي او دینې اړیکه جوړوي.
- په عربي هیوادونو کې سفارتي دندي تر سره کول: ګران هېواد افغانستان اسلامي ملک دی او له پيړیو راهیسې یې له نورو هېوادونو سره مختلفې اړیکي لرلې دي، هغه افغانان چې په نورو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې دندې تر سره کوي اړتیا لري چې د عربي له ادب، کلتور او ژبې سره بلد وي چې د نورو هيوادونو د وګړو ستونزې پرې حل کړي، نو د تفاهم په موخه باید اړوند سفیر په عربي ژبه پوه وي.
همدا راز د نورو هېوادونو سفاروتونه په افغانستان کې شتون لري ترجمانان اړتیا لري چې له عربي ژبې، کلتور او ادب سره بلدتيا ولري.
- د تجارت او کارو بار په برخه کې: د خلیج هیوادونو لکه: سعودي، قطر، امارات، کویت، بحرین، او عمان د کار او تجارت ټولي چاري د افهام او تفهیم له امله د عربي ژبې پوهي پوري تړلې دي. د سیمي زرګونه خلک( په ځانګړي ډول له افغانستان، پاکستان، هند او ایران څخه) په عربي هیوادونو کې کار کوي. نو د سیمي په کچه عربي ژبه د معیشت، سوداګرۍ او کار فرصتونو ژبه ده.
- د علمي تحقیقاتو او پوهنتونونو اړیکو په برخه کې: په عربي هیوادونو کې ډېر ستر پوهنتونونه شته، لکه: جامعة الأزهر، جامعة ملک سعود، جامعة قطر، جامعة امارات، جامعة أردن.
د سیمي زده کوونکي دې هیوادونو ته د زده کړو لپاره ځي، نو عربي ژبه په علمي تبادلو کې مهم رول لري. .
دوېیم: دهېواد(افغانستان) په کچه
عربي که څه هم په افغانستان کې د خلکو مورنۍ ژبه نه ده، خو بیا هم د هیواد په کچه د لاندي لاملونو له امله یو ستر اثر لري:
- د دین او مذهب رسمي ژبه ده: په افغانستان کې ټول دینې اومذهبي علوم په عربي ژبه دي، لکه: قرآن کریم، احادیث، فقه، اصول او عقیده، نو عربي ژبه په افغانستان کې د دیني پوهي بنسټ دی.
- د علمي تحقیق ژبه ده: هغه خلک چې په دې برخو کې کار کوي، لکه: مفتیان، مدرسین، دیني عالمان، د شرعیاتو محصلین او لیکوالان د عربي ژبې له کارولو پرته کار نشي کولای، ځکه ډېرې علمي سرچینې په عربي ژبه دي
- د ښووني روزنې او تخصص ژبه ده: د افغانستان د پوهنې وزارت په نصاب کې عربي ژبه د یو اړین مضمون په توګه تدریسیږي چې وړ کدرونو ته اړتیا لري، د دینې مدارسو په نصاب کې هم عربي ژبې ته ځای ورکړل شوی دی چې د عربي ژبې وړ کادورنه یې دا ستونزه حلولی شي، د هېواد په مختلفو ارګانونو کې لکه قضائیه قوه، څارنوالۍ او معارف کې هم دعربي ژبې متخصصینو ته شدیده اړتیا لیدل کېږي.
- د کلتوري او مذهبي اړیکو ژبه ده: افغانستان د منځني ختیځ له ډېرو اسلامي هیوادونو سره کلتوري، تعلیمي او مذهبي اړیکې لري؛ د دې اړیکو بنسټ هم عربي ده.
- د کار او روزګار په برخه کې: په افغانستان کې هر هغه څوک چې عربي زده کوي په لاندي برخو کې ورته د کار زمینه او فرصت برابریږي:
- ترجماني.
- سوداګري.
- د حج او عمري د کارونو تنظیم.
- د دیني مؤسسو کارونه.
- د نړیوالو اسلامي مؤسسو همکارۍ.
- په معارف، پوهنتونونو، دیني مدارسو او قضائیي ارګانونو کې.
د عربي څانګي متوقع پایلې
۱- ټولنې ته په عربي ژبپوهنې او ادبپوهنې د سمبالو کادرونو وړاندې کول.
۲- لیکوال: ټولنې ته د مسلکي او ژمنو لیکوالو وړاندې کول.
۳- ځېړونکي: په فرهنګي او علمي ادارو او مرکزونو کې د مهمو څېړنو وړاندې کول.
۴- ملي او نړیوالو ادارو ته د مهمو اثارو او اسنادو د ژباړې له پاره د ژباړونکو وړاندې کول.
۵- د نویو علمي او څېړنیزو اثارو رامنځته کول او علمي او فرهنګي ټولنو ته یې وړاندې کول.
د علمي برنامي(څانګې) د فزیکي امکاناتو معرفي
دا چې د عربي ژبي او أدب څانګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تشکیل په داخلي چوکاټ کې ځای لري، او د یاد پوهنځي لپاره یواځي یو تعمیر په واک کې ورکړل شوی چې دا د شپږ واړو څانګو لپاره هیڅ بسنه نه کوي، نو پرهمدي اساس عربي څانګې ته د برنامي پر مخ بیولو لپاره لاندي امکانات په واک کې ورکړل شوي:
د څانګې د آمریت خونه چې پر کوچونو، میزونو، الماریو او پرنټر سمبال ده، او د دي ترڅنګ د استاذانو لپاره هم یوه خونه موجوده ده چې کوچونه او میزونه هم لري خو د عربي څانګې د استاذانو لپاره کفایت نه کوي، او همدارنګه د محصلینو لپاره درسي خوني یواځي دری صنفونو ته ورکړل شوي او د څلورم صنف لپاره په تعمیر کې کومه خونه نه لري، او اوس مهال د فاملیو له مسجد څخه استفاده کوي.
د یادونې وړ ده چې د ټولو استاذانو لپاره د پوهنتون لخوا په پوهنځي کې د فري وای فای سهولت هم موجود دی، کولایشي چې په خپلو علمي چارو کې تري پراخه ګټه واخلي.
د علمي برنامي(څانګې) معرفي
یاده څانګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په علمي او اداري تشکیل کې دري علمي برنامي لري، چې یوه لیسانس، بله ماسترۍ او دریمه یې دکتورا ده.
لیسانس برنامه: څرنګه مو چې مخکې د څانګې په مختصره تاریخچه کې ولوستل، یاده څانګه د ژبواو ادبیاتو پوهنځي په علمي او اداري تشکیل کې د ټولنې د ضرورت پر اساس په (۱۳۷۲ ه ش) کال کې ایجاد او تردي مهاله ئي په(۲۸) دوروکې (۶۵۶) تنه نارینه او(۶۳) ښځینه علمي کادرونه ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي، چې ټوټل یې (۷۱۹) کیږي، او اوس مهال (۹) تنه علمي کادرونه (۱۶۷) تنه زده کړیالانو ته تدریسي چاري په ډیر صداقت او اخلاص پرمخ وړي. چې دوه پوهاند، یو پوهنوال، څلور پوهندویان، یو پوهنمل، یو پوهنیار او پدیکې دري دکتوران او شپږ ماستران دي، د یادو استاذانو له جملي یو د څانګې د آمر په صفت او نور یې د غړو په حیث د خپلو تدریسي مکلفیتونو ترڅنګ په مختلفو کمیټو، اداري چارو، علمي کارونو او نورو پوهنتونو او پوهنځیو خارجي ژبو امتحان اخیستلو کې خپله میړانه او اخلاص ښودلی دی.
ماسترۍ برنامه: همدارنګه په یاده څانګه کې د ماسترۍ برنامه هم، د یاد پوهنځي او څانګې د پر مختیایي پلانونو له مخي په (۱۴۰۰)ه ـ ش کال کې منظور او ایجاد شوه، چې تر دي دمه یې دری دوري فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي.
دکتورا برنامه: په مجموع کې په علمي کانون کې د عربي ژبي او أدب څانګې موجودیت او د هغي تقویه کول ډیر اړین دي، ځکه چې زمونږ دین اسلام، ټولنه مو اسلامي، نظام مو اسلامي دی، او یاده ژبه د دي سره ډارک تړاو لري، نو پر همدي منظور یاده څانګه کې د دکتورا برنامه هم په ۱۴۰۴ل کال کې منظور شوه او په نیزدي ورځو کې به ورته ان شاءالله د ازاد رقابت له لاري محصلین جذب شي.