د طب پوهنځي په اړه

ننګرهار پوهنتون - طب پوهنځی د ننګرهار پوهنتون د هستې په توګه د اعلی حضـرت محمدظاهر شاه دسلطنت او د وخت د صدراعظم سردار محمد داود خان په (۱۳۴۱/۱۱/۹) نېټه د (۹۱۸) ګڼه فرمان په اساس رسماً منظور او په (۱۳۴۲ل) کال دتلې په۱۷نېټه دسهارپه اوه نيمو بجو د وخت دښوونې اوروزنې دوزير علی احمد پوپل له خوارسماً پرانستل شو چې د ښاغلي پوهاندډاکټر سيد عبدالقادر بها تر رياست لاندې د اته څانګو په درلودلو اته استادانو لخوا ۴۸تنو زده کونکو ته په پښتو (ملي ژبه) تدريس پېل او انګليسي يې د زده کړې دوهمه ژبه وپېژندل شوه.د يادونې وړ ده چې ددې پوهنځي په تاسيس کې پوهاند ډاکټر سيدعبدالقادر بها، پوهاند ډاکټرشريف الله، پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری او پوهاند ډاکټرشيرزاد يعقوبي مهم رول درلوده .

د ننګرهار طب پوهنځی نړيوال شهرت لري د (World Directory of Medical School) کتاب چې په (۱۹۴۸ ميلادي) کال چاپ او اووم ايډيشن يې په (۲۰۰۰ ميلادي) کال خپور شوي د دغه پوهنځي په نړيواله کچه د رسميت پېژندنې او د طب پوهنځي پيل کيدو او ثبت نېټه (۱۹۶۴ ميلادي) کال ښودلې. دا پوهنځی د روغتیا نړیوال سازمان او د طبي او روغتيايې برخې نورو مرسته کوونکو ادارو هم په رسميت پېژندلی دی.

د (World Directory of Medical School) کتاب انځور او لینک چې طب پوهنځي رسميت پېژندنې نېټه ښيي:

picture

Source: https://search.wdoms.org/home/SchoolDetail/F0001899

picturepicturepicture

 

د تېرو شپېته کلونو په موده کې اتلس تنو ددې پوهنځي د رياست په مقام دندې تر سره کړي او نولسم يې پوهنوال دوکتور محمد عظيم عظيمي دی چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال د دلوې د مياشتی په ۲۵ نېټه ورته د رئيس په توګه دروند او ستر امانت وسپارل شو.

پوهنځي د پېل د ورځې څخه د محصلينو او استادانو د شمېر او کادری څانګو په بشپړولو کې د پام وړ ګامونه اخېستي چې اوس مهال د کلينيک او پارا کلينيک په برخه کې ۲۵ کادري څانګې او ۱۹۰ بستريز روغتون لري. لومړی د ښوونې او روزنې وزارت، بيا د کابل طبي انستيتيوت تر ولکې لاندې د عامې روغتيا د وزارت او د ۱۳۷۵هـ ش کال راپديخوا دننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې دلوړوزده کړو وزارت پورې وتړل شو چې دتشکيل دبياکتنې په پايله کې ددريو (علمي،تدريسي اواداري) معاونيتونو څخه يوازې يو پاته شو او د کارګرانو او اداري پرسونل په برخه کې هم د پام وړ تنقيص را منځته شو، د بيلګې په توګه د رئيس او معاون تر څنګ د څلورو مديريتونو څخه يوازې څلور تنه مديران، پنځه تکنيشنان او دوه اجير پرسونل پاته دي.

پوهنځي د پورته يادو شوو دواړو وزارتونو د لارښوونو او اسانتياو برابرولو پر مټ د پيل را هيسې د اوښتونونو، او ناخوالو په ترڅ کې شپږ لسيزي يون وهلی دی، درسي سيستم لومړی نهه مياشتنۍ (۳۴اونۍدرس) وو چې يوه وروستنۍ ( نهايي ) ازموينه يې درلوده،۱۳۵۴کال وروسته دا سيستم دوه سمستريز شو او د(۱۳۶۴)کال وروسته د زچوت په نامه روسی سيستم پلی شو چې مضامين يې په دوه ډولو ووېشل شو لمړی ډول يې اساسي،چې يوه دقناعت اوبله اساسي ازموينه به يې درلوده اودوهم ډول يې فرعي مضامين چې يوازې دقناعت ازموينه به يې سپري کوله وو، چې نمرې به يې نه لرلې، د تحصيل موده يې هم شپږ کاله وه داسې چې پي-سي-بي ټولګی يې نه درلوده. په ۱۳۶۸کال کې دزچوت سيستم له منځه ولاړاوبيرته درسي موده اوه کاله شوه.

په (۱۳۸۵هـ ش )کال کې دوزارت لخوادکريډت سيستم رامنځته شو چې د یو لړ ستونزو له امله دې پوهنځي د(۱۳۸۸)کال راهيسې پيل کړ او دا لړۍ اوس ټولو صنفونو کې روانه ده.

د پېل راهيسې د پوهنځي غيږه تل د هېواد د ممتازو بچو پر مخ پرانستې ساتلې، تر دا مهاله يې ۵۶ دورو کې (۴۷۳۵) تنه، چې ۳۷۶ تنه يې ښځينه او ۴۳۵۹ تنه يې نارينه رنځپوهان، طبي ماهرين او پياوړي اکاډ ميک کادرونه وړاندې کړيدي.

اړيکې:

azimazimee2017@gmail.com

azimnmf_bio@nu.edu.af

medical@nu.edu.af

د طب پوهنځي د فيسبوک پاڼې لېنک: https://www.facebook.com/share/p/8HrdXrZyCWzzzAj6/?

mibextid=oFDknk

دطب پوهنځي عکسونه

picturepicturepicturepicturepicture

 

User account menu