اسلامي ثقافت څانګه

3- اسلامي  ثقافت څانګه

پېژندنه

 اسلامي ثقافت څانګه په ۱۳۷۱ هـ.ش کال کې دلمړي ځل لپاره د ښوونې او روزنې   پوهنځې په چوکاټ کې تاسیس شوه،چې د شرعیاتو پوهنځی له تاسیس وروسته دې پوهنځي ته انتقال او تر دې مهاله دفارغ نه لرونکې څانګې په توګه فعالیت کوي، داسلامي ثقافت څانګې درسي بهير دپوهنتون اړوند له ټولوپوهنځيو او څانګو سره تړاو لري او کوښښ کوي چې ځوان نسل په اسلامي او وطني روحيه  وروزي.

لرليد

په عصري علومو سمبال راتلونکې نسلونه به د ديني زده کړو پر مټ له انحراف وژغورل شي،او ښه راتلونکې به ولري.

رسالت

 ديني او  دنیوي علومو ته متوازن رشد ورکول، د دنیا دابادۍ او آخرت فکر رامنځ ته کول،او دعلومو ترمنځ دتعصب روحيه له منځه وړل.

اهداف

۱. دتوحيد په عقيده دځوان نسل روزل، او درسول الله صلی الله عليه وسلم  له سیرت سره يې اشنا کول.

۲. پر عباداتو التزام، او له حقيقي روح اوګټوسره يې بلدتيا.

۳. په انفرادي او ټولنيزو اخلاقو پوهاوې،او داسلامي تمدن په رڼا کې دغوره اسلامي سياستونو درامنځ ته کولولپاره هڅې کول.

۴. د اسلامی ثقافت د مضامينوپه وسيله دځوان نسل په ديني او هيوادنۍ مېني روزل.

د علمي کادر غړي

د اسلامي ثقافت څانګې کريکولم