اسلامي تعليماتو څانګه

2-اسلامي تعليماتو څانګه

پېژندنه

 دشوروي اتحاد ديرغل له ماتې وروسته په ننګرهارکې ددې سيمې دمؤمنوپرګنوپه غوښتنه داسلامي پوهنتون دايجادزمزمه شروع شوه، همغه ؤ چې دننګرهاردجهادي شوری غړودخوځښت اوهلوځلوپه نتيجه کې دنجم الدين اخندزاده دعالی مدرسې دارتقاء موضوع داسلامي پوهنتون په نوم، دافغانستان داسلامي دولت جلالتماب اوعالي قدرجمهوررئيس ته (7033)1373/9/5  ګڼه ليک په ذريعه پيشنهاد اوپه اړه يې ښاغلي جمهوررئيس حکم صادرکړ.

دښاغلي جمهوررئیس دحکم په اساس په ننګرهارکې دنجم المدارس عالی دارالعلوم دمعارف اودنجم الدين اخندزاده اسلامي پوهنتون دلوړوزده کړووزارت په چوکاټ کې فعاليت شروع کړ.

د وخت په تيرېدوسره دمجاهدينوحکومت دطالبانودتحريک (اسلامي امارت) په واسطه سقوط وکړ.

هيلې اواټکل خوداسې ؤ چې دنجم الدين اخندزاده اسلامي پوهنتون لاپسې پياوړی اوداسلامي نړۍ دکومکونوپه ذريعه په افغانستان کې داسلامي علومواوتحقيق يوسترمرکزګرځيدلی وای خودنامناسبه حالاتواواقتصادي کمزوريوپه نتيجه کې داعلمي کانون دننګرهارپه پوهنتون کې داصول الدين والدعوة دپوهنځي په نوم مدغم اوپه اړه يې (1)1376/1/2 ګڼه ليک په ذريعه حکم صادرشو،چې د لوړومقاماتودهدايت سره سم دنجم الدين اخندزاده پوهنتون په ننګرهارپوهنتون کې داصول الدين دپوهنځي په نوم سره دما دي اومعنوي لاسته راوړنواوحقوقوسره مدغم اوپه فعاليت يې لاس پورې کړ، درې کاله وروسته دطالبانواسلامي امارت له منځه ولاړ اودافغانانومادي اومعنوي شتمنۍ لاپسې زيانمنې شوې، چې په  نتيجه کې يې دپرمختګ پرځای انحطاط رامنځ ته اوداصول الدين او شرعياتوپوهنځي دواړه د لوړ مقام د( ۳۰۶۵) 1381/7/22حکم په اساس مدغم اودشرعياتوپوهنځي ترعنوان لاندې دفقه اوقانون ،اسلامي تعليماتو د نارينه اوښځينه څانګې رامنځ ته شوی ،چې تردې مهاله په دري واړه څانګو کې دټولنې دخدمت لپاره فارغان وړاندي کوي.

څرګنده شوه چې داسلامي تعليماتوڅانګې په (۱۳۷۴هـ.ش)کال کې په فعاليت شروع کړی اوتراوسه پورې دوام لري . ياده څانګه څلور کلن تحصيلی منهج لري. چې په وروستي سمستر کې محصل دمونوګراف په ليکلو مکلف دې،اودټولو اکاډميکومقرراتو دبشپړولو په صورت کې د لېسانس(BA) ډګري ورکول کېږي.

لرليد

د اسلامي تعليماتوڅانګه د هیواد او سیمي په کچه یوه منل شوی څانګه ده، چې فارغ کادرونه به یې دهيواد په ښوونيز، قضائي ، عدلي،حج او اوقافو اونورو مختلفو ارګانونو کې د نوښتونو په وسیله مثبت بدلون راوستلی شي .

رسالت

  د اسلامي تعليماتوڅانګه د ټاکل شوو اهدافوپه رڼا کې د مسلکي او تجربه لرونکو کادرونو په وسیله تدریس کوي اودخپلی ټولنې دپرمختګ لپاره علمي څیړنو ته لاره هواروي .

اهداف

  • د لسانس ماسترۍ او دکتورا په کچه د نارينه او ښځينه ولپاره دباکيفيته تدريسې چارو اوسهولتونورامنځ ته کول.
  • د پرمختللی نړۍ د پوهنتونونو سره برابر، د وخت او ټولني د ضرورتونو په نظر کې نيولو سره سم د يو باکفيته عالي نصاب درلودل .
  • د هيواد د قضائي او عدلې سيستم د پياوړي کولو،د خلکو د حقوقو د تأمين او دفاع په موخه دقضاء، افتاء، دعوت ، خطابت اوتدريس په چارو کې د علمې اومسلکي کادرونو روزل.
  • د ژبني، سيمه ايز،او ډله يېز ، تعصب له منځه وړل او د اسلامي اوشرعي اصولو په رڼا کي د خپلو ديني مقدساتو څخه دفاع کول.
  • دقرآني ،او نبوي علومو مسلکی زده‌کړې، او د اساسي مصادرو پیژندنه يې.
  • د شريعت د مصادرو، دتوحید د سمې عقیدې ،د نړۍ دمختلفو اديانو پېژندنه،مقارنه او داسلامي مصادرو پر وړاندې دشکونوله منځه وړل.

د علمي کادر غړي

داسلامي تعليماتو څانګه اوسمهال په لاندې بڼه لس تنه د علمي کادر غړي لري، چې موجوده آمريې پوهنوال نصیر احمد محب دی.

د اسلامي تعليماتو څانګې کريکولم

د اسلامي تعليماتو څانګې کريکولم په لاندې جدول کې ځای پر ځای شوی چې لومړني دوه حروف(SL) د(Sharia Law ) يعنې شرعياتو پوهنځي, ورپسې دوه حروف(IS) دIslamic Studies)) يعنې  اسلامي تعليمات او لومړنۍ دوه شمېرې د سمستر  کوډ او ورپسې دوه شمېرې د مضمون کوډ  په معنا دي.

محصلين

لکه چې مخکې مو يادونه وکړه داڅانګه په اسلامي بڼه دهيواد دنارينه اوښځينه توکم د روزنې افتخار لري چې دامهال يې دنارينه وشمير( ۳۴)اودښځينه و شمير (۱۷۳) ته رسيږي  .په همدې توګه يادې څانګې تراوسه پوري(۱۷) اوولس دورې نارينه فارغان چې شمير يې (۸۵۳) تنو ته او پنځه دورې ښځينه فارغانې د(۱۴۳) په شمير سره ، چې مجموعه يې(۹۹۶) نارينه اوښځينه زده کوونکي کېږي ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کړي دي.