د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ۱۳۹۶ – ۱۴۰۰ ل کلونو ستراتيژيک پلان

 

ترتيبوونکی: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ستراتیژیک پلان کمېټه- کال: ۱۳۹۶

د پيل خبرې:

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د يوې فکري او نظرياتي موسسې په توګه له تاسيس راهيسې د هېواد په فرهنګي او علمي پرمختيا کې ستره ونډه لرلې ده. د نسبي امنيت په ړومبيو شېبو کې يې وکولاى شول چې د سيد شمس الدين مجروح د نمانځې سيمينار جوړ کړي، چې پر داخلي پوهانو سربېره پکې د لرې پښتونخوا علماوو او پوهانو هم برخه اخيستی وه. پر دې سربېره د ژبو او ادبياتو پوهنځى يوه فرهنګي ټولنه لري، چې د استادانو له خوا يې لارښوونه کېږي. دغه ټولنه  د پوهنتون په چوکاټ کې ادبي غونډې جوړوي، چې پکې مشاعرې او د کره کتنې غونډې د ډير ارزښت وړ دي.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي يوه بله ستره لاسته راوړنه په پښتو څانګه کې د ماسترۍ برنامې پيلېدل دي، چې دوه دورې فارغان يې ورکړل او د درېيمې دورې زده کړې جريان لري، چې په نږدې راتلونکې کې به د لوړو زده کړو وزارت  سره په تفاهم د څلورمې دورې لپاره هم ازموينه واخيستل شي. همدارنګه په پام کې ده چې په عربي څانګه کې هم د ماسترۍ برنامه پيل کړي. ددې ترڅنګ په پام کې ده چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې په چوکاټ کې د دوکتورا برنامه هم پيل کړو.

ددې پوهنځي هندي څانګې څو ځلې خپل محصلين په نوبت سره د هندوستان هېواد پوهنتونونو ته استولي او هلته ورته په پوهنتون کې د هندي ژبې او ادبياتو درس ورکول کېږي، چې ياده پروسه لا هم جريان لري. څه موده وړاندې يو هندي متخصص هم څو کاله په دې څانګه کې تدريس کاوه. دري او انګليسي څانګې هم ورته لاسته راوړنې لري. د جرمني ژبې څانګه هم نوې فعاله شوې او لومړۍ دوره محصلين يې تر څلورم ټولګي رسېدلي دي.

    ژبو او ادبياتو پوهنځي خپل علمي فعاليتونه، ستونزې او وړانديزونه مسئولو مقاماتو ته وړاندې کړي؛ هيله ده، چې د پوهنځي د اکاډميکو معيارونو د لوړاوي لپاره په راتلونکې کې نور هم زيار وګالو او د لازياتو لاسته راوړنو او پرمختګونو شاهدان واوسو.

 

د ژبو او ادبياتو پوهنځي پېژندنه

ننګرهارپوهنتون- جلال اباد

تاسيس کال: ۱۳۶۳ ل کال     

برېښليک: Literature@nu.edu.af

ژبو او ادبياتو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې له پرمختيايي پلان سره سم په ۱۳۶۳ ل کال په رسمي ډول تاسيس شوی دی، چې لومړنى رئيس يې پوهاند فيض محمد (فياض) بيا په ترتيب سره محمد شاپور، پوهاند مسعود نېکبخت، پوهنمل سيد غفور غفوري، پوهنوال فضل ولي ناګار، پوهنوال معروف شاه (شينوارى) او اوسنی رئيس يې پوهاند مسعود نېکبخت دی. هغه مهال يې يوازې يوه څانګه (پښتو ژبه او ادبيات) لرل او د استادانو شمېر يې (۶) تنه وو. پوهنځی په همدې نامه (د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځی) يادېده. ورپسې د روسي ژبې او ادبياتو څانګه هم پکې د يو څو کالو لپاره فعاله وه. د وخت د غوښتنو او اړتياوو سره سم پکې نورې څانګې لکه د انګليسي ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۷۱ ل کال فعاله شوه. په ۱۳۷۲ ل کال د عربي ژبې او ادبياتو څانګه پکې تاسيس شوه. بايد يادونه وکړو چې د پښتو څانګې په اډانه کې د شپې پوهنځی هم تاسيس شو، يو- دوه کاله يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې فعاليت درلود، خو په ۱۳۸۳ ل کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي اداري تشکيل ته ورانتقال شو. له ۱۳۷۱ ل کال را په دې خوا د پوهنځي په تېره بيا د پښتو څانګې په درسي نصاب کې ادلون- بدلون راغی؛ د ساري په ډول د روسي ژبې، علمي ټولنپوهنې او سياسي اقتصاد مضمونونو پر ځاى په کې انګليسي ژبه او اسلامي ثقافت مضمونونو تدريس پیل شو. دغه راز د دري ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۲ ل کال کې فعاله شوه او دا ډېر کلونه کېږي چې د لسانس په سطحه فارغان ورکوي. د هندي ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۵ ل کال کې تاسيس شوه. د جرمني ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۹۳ ل کال تاسيس شوه او لومړنۍ دوره يې اوس تر څلورم ټولګي پورې رسېدلې او تدريس یې جريان لري. په پښتو څانګه کې د ماسترۍ پروګرام په ۱۳۹۳ ل کال تاسيس شو، دوه دورې فارغان يې ورکړي او درېيمه دوره جريان لري او د څلورمې دورې لپاره به د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت سره په تفاهم کې ازموينه واخيستل شي او نوي محصلين به جذب شي.

کله چې د پښتو څانګې سربېره نورې څانګې ايجاد شوې، نو د پوهنځي نوم پر (ژبو او ادبياتو پوهنځي) واوښت. دې پوهنځي د خپل فعاليت په بهير کې د لومړۍ ورځې څخه راپدې خوا (۳۰۳۰)  مسلکي کدرونه د ټولنې د خدمت په لپاره روزلی دي چې د هرې څانګې د فارغانو شمېر او د موجودو استادانو کيفي او کمي معلومات  په جلا جلا ډول وړاندې شوي دي. د يادونې وړ ده چې په ۱۳۸۲ل کال کې د (کلية اللغة العربيه) له خوا (۹۹) تنه فارغان ددغه پوهنځي د عربي څانګې له اسنادو سره يو ځای شول.

اوس مهال (۱۳۹۶) ل کال کې د دې پوهنځي د محصلانو مجموعي شمېر (۱۵۰۰) تنه دی چې )۱۳۰۰( تنه يې نارينه او ) ۲۰۰ (تنه يې نجونې دي. د محصلينو د علمي سويي د لوړولو په خاطر کتابتون، کمپيوټر ليب او د انټرنټ اسانتيا موجوده ده. البته دغه سهولت محدود دی او د ټولو محصلينو لپاره کفايت نه کوي. د تشکيل له مخې دغه شمېر محصلانو ته په علمي کادر کې شامل (۵۵) تنه استادان په تدريس بوخت دي.

ژبو او ادبياتو پوهنځى په اوسني وخت کې شپږ فعال ديپارتمنتونه لري:

  • د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه
  • د عربي ژبې او ادبياتو څانګه
  • د دري ژبې او ادبياتو څانګه
  • د انګليسي ژبې او ادبياتو څانګه
  • د هندي ژبې او ادبياتو څانګه
  • د جرمني ژبې او ادبياتو څانګه

همدارنګه دغه پوهنځی شپږ فعالې کمېټې لري چې عبارت دي له:

۱ـــ د نظم او دسپلين کمېټه

۲ـــ فرهنګي کمېټه

۳ـــ ځان ارزونې کمېټه

۴ـــ ازموينو کمېټه

 ۵ـــ درسي نصاب کمېټه

۶ـــ د علمي څېړنو کمېټه

د ژبو او ادبياتو پوهنځی اوس په په دري، پښتو، انګليسي او عربي څانګو کې د شپې پوهنځي پروګرامونه پيل کړي، چې دا پروسه د يو څه ځنډ سره مخ شوې ده او د پښتو، انګليسي او عربي د نويو محصلينو نوی جذب له څو دورو را پدې خوا له ځڼډ سره مخ شوی دی.

د پوهنځي ليد لوری او اهداف

افغانستان يو وروسته پاتې هېواد دی، د هېواد مادي او معنوي ترقي او پرمختګ د ځوانو کدرونو په روزنې پورې اړه لري. افغانستان داسې يو هېواد دی چې ددې هېواد د خلکو د ټولنيز پوهاوي کچه بايد لوړه شي، خلک بايد د ژوند په هره برخه کې په خپلو پښو ودرېږي، د ټولنيزو او امنيتي ستونزو اصلي لامل فقر، وزګارتيا، بې روزګاري او د عامه خدماتو نشتوالی او تر يو حده ټولنيزه بې عدالتي او د پوهې ټيټه کچه ده، نو ځکه زمونږ د پوهنځي ليدلوری او موخې په لاندې ډول دي:

ليدلورى

  • په داخلي او بهرنيو ژبو او ادبياتو کې ( پښتو ژبه او ادبيات، دري ژبه او ادبيات، عربي ژبه او ادبيات، انګليسي ژبه او ادبيات، هندي ژبه او ادبيات او جرمني ژبه او ادبيات) کې د لسانس په سطحه د مسلکي کدرونو روزل شامل دي.
  • د افغانانو د کولتوري، فرهنګي او د ژبو او ادبياتو غني کېدل او دغه راز د نورو بهرنيو ژبو سره د داخلي ژبو اړيکې ټينګول او د بهرنيو ژبو او علومو څخه په خپل هېواد او فرهنګ کې د استفادې زمينې برابرول او له نورو ژبو څخه خپلو کورنيو ژبو ته د علمي اثارو راژباړل او په همدې ترتيب له کورنيو ژبو څخه بهرنيو ژبو ته د علمي او فرهنګي اثارو ژباړل يوه مهمه او ارزښتناکه دنده بولو. زمونږ ډېری استادانو له بهرنيو ژبو څخه خپلو ملي او رسمي ژبو ته  ډېر علمي اثار راژباړلي او يا يې د بهرنيو علمي اثارو په مټ علمي پياوړې  څېړنې کړي دي.

موخې او اهداف

  • په ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د مسلکي ظرفيتونو روزل او ټولنې ته استخدام.
  • په مسلکي او علمي موضوعاتو کې د ملي کولتور خوندي ساتل او بډاينه.
  • د سيمينارونو او کنفرانسونو دايرول او د انساني سرچينو د ظرفيتونو لوړول.
  • د هېواد په ملي، ديني او فرهنګي شخصيتونو علمي سمينارونه جوړول او د ځوانانو اشنا کول.
  • هره څانګه يا ديپارتمنت کې د ماسترۍ د تحصيل زمينې او شرايطو برابرول.
  • د پوهنځي په سطحه د يوې ادبي، مسلکي نوې مجلې (ادبيات) تاسيسول چې دا کار شوی او په نژدې وخت کې به چاپ او نشر شي.

د ادبياتو په پوهنځي کې د لسانس د درجې پورې د زده کړې موخې

  1. ملي ګټو ته پر خپلو شخصي ګټو ترجيح ورکول، خپلو اسلامي، ملي، تاريخي، افغاني او ټولو ارزښتونو ته متعهد، وطن دوست او خلکو ته د خدمت جوګه ګرځېدل.
  2. د يوه ملي، مسلکي شخص په توګه وظيفه پېژندونکی او صادق اوسي او د دولتي کارونو په بهبود کې خپله دنده وپېژني.
  3. د همکارۍ او همغږۍ روحيې په ارزښت پوه او په کاري ساحو کې د لازمو تدابيرو د تخنيکي وړتياوو سره د ښه خدمت مصدر وګرځي.
  4. په عمل کې د خپلې پوهې او اخلاقو فکر او سالمې استفادې تفکر په اساس ټولنه د ترقۍ  او پرمختګ په لور وهڅوي او کار ورته وکړي.
  5. د ادبياتو د علم او په نورو ټولنيزو چارو کې په کلي مفاهيمو او عمومي طريقو سره د ننني عصر او اوسنۍ زمانې په ټولو مسايلو باندې پوه وي.
  6. د ادبياتو د علم د تاريخي ودې د پړاوونو په نظر کې نيولو سره د مختلفو ادارو تر منځ د عمومي روشونو، لارو او طريقو د تشريح کولو استعداد ولري.
  7. د وضعيت په تحليل سره ستونزې مشخصې کړي، د حل لارې ورته وسنجوي او د هغې مطابق عمل وکړي.
  8. دندو ته د لومړيتوب په ورکولو منابع تدارک او همغږې کړي.
  9. په شفاهي او کتبي ډول مسلکي پوه، وړانديزونه او پاليسۍ، د تحقيق او څېړنې نتايج او نظريات د مختلفو برخو اړوند خلکو ته توضيح او تشريح شي.
  10. له ځان نه د شهکارونو په ښودلو سره په ادبي او ټولنيزه برخه کې نورو ته د تشويق او ترغيب مصدر وګرځي.
  11. د نوې تکنالوژۍ او علومو سره په توافق او همغږۍ، نوښتګر او مبتکر اوسي.
  12. د ودې او انکشاف لپاره د خطراتو منونکی او د هغې د حل لپاره بنسټګر واوسي.
  13. د سيمې، منطقې او هېواد د وګړو عنعناتو، فرهنګ او ديني مقدساتو ته احترام او درناوى ولري او په عام ډول د خپل هېواد اسلامي، ملي، افغاني او انساني ارزښتونو ته درناوى ولري او هغه وپالي او راتلونکو نسلونو ته يې په رسولو کې فعاله ونډه ولري.
  14. په ټولو فرهنګي او کلتوري سکتورونو کې د ادبياتو د علم او کلياتو په کار وړلو سره ادبي او په ټولنه کې منلې کړنې او اعمال سرته ورسوي.
  15. فرهنګي سکتورونه د نوې تکنالوژۍ په رامنځته کولو سره مخکښ شي.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د محصلينو جذب

محصلان د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د قانون له مخې لوړو زده کړو موسسو ته د کانکور ازموينې له لارې معرفي کېږي. د همدي اصل پر بنسټ، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د تاسيس څخه تر اوسه پورې هر کال د عمومي کانکور له لارې۵۰۰-۶۰۰ تنو محصلينو پورې معرفي کېږي. د ۱۳۹۲ کال راهېسې د دارالمعلمينونو څخه هغه فارغان چې فيصدي تر۸۰ سلنه وي، د اختصاصي کانکور له لارې د ژبو او ادبياتو پوهنځي څلورو څانګو پښتو، انګليسي، عربي او دري څانګو ته جذبوو. د پوهنځي امکاناتو ته په کتنه اوس مهال د همدغه شمېر محصلانو جذب کافي دی. دا چې د افغانستان د دولسمو ټولګيو فارغانو کچه زياته ده، نو ممکن چې په راتلونکې پنځو کلونو کې د پوهنځي لپاره د جذب ظرفيت ته پراختيا ورکړو. ددغې پراختيا لپاره اړينه ده چې په پوهنځي کې نورې څانګې تاسيس کړو او تر ټولو مهمه چې د پوهنځي لپاره د فزيکي زېربنا ته کافي اندازه پراختيا ورکړو او يو عصري تعمير چې کافي اندازه تدريسي او اداري خونې ولري جوړ کړو.

د پوهنځي اوسنی تشکيل

  • رئيس                      يو تن
  • مرستيال                   يو تن
  • استادان                    ۵۵ تنه
  • تدريسي مدير             يو تن
  • اجرائيه مامور            يو تن
  • تحويلدار                   يو تن
  • ملازم                      يو تن

د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استادانو تشکيل:

  •  د پښتو څانګې د استادانو شمېر (۱۲) تنه
  • د عربي څانګې د استادانو شمېر (۷) تنه
  • د انګليسي څانګې د استادانو شمېر (۲۱) تنه
  • د دري څانګې د استادانو شمېر (۷) تنه
  • د هندي څانګې د استادانو شمېر (۶) تنه‎
  • د جرمني څانګې د استادانو شمېر (۲) تنه

پوهنځي د استادانو تحصيلي څرنګوالى (کچه):

دغه پوهنځی ټول ۵۵ تنه په علمي کادر کې شامل استادان لري.

د تحصيل له مخې:

  • ډاکټر: ٢ تنه
  • ماسټر: ۳۲ تنه
  • ليسانس: ۲۱ تنه

د علمي رتبو له مخې:

  • پوهاند: یو تن
  • پوهنوال: ۴ تنه
  • پوهندوی: ۱ تن
  • پوهنمل: ۱۴ تنه
  • پوهنیار: ۲۱ تنه
  • پوهيالی: ۱۴ تنه

 

د ژبو او ادبياتو پوهنځي استادان:

د ژبو او ادبياتو پوهنځي استادان د خپل پوهنيز ظرفيت او د تجاربو د تبادلې په لړ کې د هېواد په داخل او له هېواده بهر مختلفو هېوادونو لکه د امريکا متحده ايالات، ايران، پاکستان، ماليزيا، هندوستان، روسيه، بنګلديش ته علمي سفرونه کړي دي.

د ادبياتو پوهنځي امکانات او وسايل:

د ادبياتو پوهنځي باتجربه او خواريکښو استادانو په لرلو سره د ځوانانو د روزنې په برخه کې کار کوو. په ټولو درسي خونو کې استادان د سپينې تختې او مارکر څخه استفاده کوي. د سانډياګو پوهنتون سره د تواميت په نتيجه کې انګلیسي څانګې ته د غوره، نويو او علمي درسي کتابونه په واک کې راکړل شوي دي او په راتلونکې کې په پلان کې ده چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د امکاناتو سره سم وکړای شول په درسي خونو کې د LCD، پروجکتورونو په استعمال د تدريس چارې پر مخ يوسو. همدارنګه د هندي او انګليسي څانګو لپاره يو تعمير د هند هېواد په مالي مرسته اعمار او جوړ شوی دی، خو د ټول پوهنځي لپاره کفايت او بسنه نه کوي. مجهز دفترونه، عالي ستنډرډ صنفونه چې د پراجکټور، وايټ بورډ او غوره چوکيو او مېزونو په لرلو سره يې ددې لپاره چې د محصلانو ته د ښې زده کړې لپاره امکانات برابر کړې وي، مونږ يو مجهز کتابتون او دفتري وسايلو لکه مېزونه، المارۍ، فرنيچر او کمپيوټرونه په واک کې نه لرو. د همدغو ټولو امکاناتو او وسايلو په نه لرلو سره سره زمونږ استادان له نورو پوهنځيو سره هم د تدريس په برخه کې مرسته کوي. مثلاً د ژبو او ادبياتو پوهنځي انګليسي څانګې استادان د ننګرهار پوهنتون په ټولو پوهنځيو کې د انګليسي ژبې تدريس پر مخ وړي.

په پام کې لرو چې د پوهنځي د فزيکي زیربناوو او تدريسي پیاوړتيا په خاطر په راتلونکو پنځه کلونو کې:

  • د يو مستقل تعمير جوړول (چې ۶۴ ټولګي او ۶۰ اداري خونې ولري).
  • د راتلونکو پنځو کلونو به جريان کې د هر مضمون لپاره د نصاب او مفرداتو مطابق درسي کتابونو چمتو کول.
  • د ځانګړي کتابتون تاسيس او په بېلا بېلو ژبو باندې د چاپ شویو کتابونو په واسطه بډايه کول.
  • له بهرنيو پوهنتونونو سره د پوهنځي تواميت.
  • د استادانو او محصلانو لپاره د انټرشيپ یا لنډ مهاله علمي کورسونو د پروګرامونو پيدا کول.
  • هر ټولګي لپاره د پروجکټور سهولت برابرول.
  • د پوهنځي په سطحه د يو مجهز کمپيوټرليب برابرول او فعالول چې فعلاً غير فعال يا نيمه فعال دی.
  • د پوهنځي لپاره د اړونده فرنيچر دفتري مېزونو، الماريو، چوکيو او ايرکنډيشنونو خريداري.
  • د استادانو لپاره ليپټاپ کمپيوټرونه خريداري کول او په واک کې ورکول.
  • د هرې څانګې په واک کې د پراجکتور او يو لپ ټاپ کمپيوټر ورکول.

فرصتونه(Opportunities)  :

د ادبياتو په پوهنځي کې ټول تدريسي فعاليتونه لکه لکچر، د فرهنګي مؤسساتو لکه راډيو- تلويزيون او نورو څخه د محصلانو کتنه، د پرمختګ د دورې دندې پر مخ بېول او د کورنۍ دندې اجرا کول ترسره کېږي. مثلاً زمونږ محصلان د علمي کار لپاره د مربوطه استادانو له خوا د کليو او بانډو علمي مراکزو ته بېول شوي دي.

په علمي او عملي برخو کې د خصوصي او دولتي راډيوګانو او تلويزيونونو سره اړيکې نيول شوي دي او زده کوونکي د عملي درسونو او پراکتيک لپاره وړل کېږي چې په دې برخه کې د کليد راډيو، انعکاس راډيو، ملي تلويزيون، ملي راډيو، شرق راډيو او تلويزيون سره تواميت او د اړيکو نيولو په جريان کې يو.

لاسته راوړنې او د قوت ټکي ( Strengths):

ادبياتو پوهنځى د لوړ رتبه او باتجربه استادانو په لرلو سره توانېدلى چې:

همدا اوس د هر مضمون لپاره د مربوطه کريکولم مطابق لکچرنوټونه برابر شوي دي، اکثرو استادانو خپل درسي مواد د فيصدۍ په لحالظ په پاورپينټ کې عيار کړي دي.

د پروګرام له مخې استادانو علمي اثار ليکلي دي او علمي ترفيعات يې کړي دي، چې د هغې له جملې څخه اکثرو استادانو خپل درسي کتابونه چاپ کړي دي. خوشال پېژندنه، د لرغوني يونان د ادبياتو لومړۍ دوره، د لرغوني يونان ادبي تاريخ، د لرغونو ختيځو ادبياتو تاريخ، د ژبې تحول او بدلون، عرفاني ادبيات، د بيان علم (ادبي فنون)، خوشال پيژندنه په پوهنځي کې څلور عنوانه نور درسي کتابونه په خپله استادانو تاليف کړي چې چاپ او د محصلانو د استفادې وړ دي.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي انګلیسي څانګه

د تېر ستراتېژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې

۱– د ننګرهار پوهنتون اوSDSU  پوهنتون تر منځ د ۳۶ مياشتني انګليسي پروګرام د شپ ادارې د دوه مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت لاسليک شوی دی.

۲– انګليسي اصلاح شوی کريکولم په ټولو ټولګيو کې عملي شوی دی.

۳ – د انګليسي څانګې د استادانو لپاره په SDUS پوهنتون کې ټريننګونه برابر شوي دي.

۵ – د محصلانو لپاره درسي کتابونه د ۱۲۵۸۶۹ امريکايي ډالرو په ارزښت چمتو شوي دي.

۶– د انګليسي پروګرام  لپاره د ۷۱۲۰ امريکايي ډالرو په ارزښت سامان الات پېرودل شوي دي.

مونږ همدا اوس (۱۵) تنه استادان بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره استولي دي.

د هندوستان هېواد له اړخه د هندي او انګليسي څانګو لپاره ودانۍ  د ۱۰۰۰۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

خنډونه (Threats):

له پورتنيو لاسته راوړنو او امکاناتو سره سره مونږ يو شمېر خنډونه هم لرو؛ مثلاً:

په يو شمېر څانګو کې د استادانو کمبود.

د پوهنځي په سطحه د يوې واحدې مسلکي مجهزې کتابخانې نه موجوديت چې د کار تاتيک په اصولو برابره وي.

د کتابدار نه موجوديت (چې په تشکيل کې نه دی راکړل شوى)

د مامورينو او د ملازمينو کموالی، چې اوسمهال څلورو مامورينو او ۷ تنه ملازمينو ته اړتيا لرو، پوهنځی پراخه شوی او د استادانو او محصلينو شمېر تقريباً دوه زرو تنو ته نژدې شوى دی.

نيمګړتياوې(Weakness):

زمونږ پوهنځی اوس مستقل تعمير لري، خو بسنه نه کوي. پلان کې لرو چې دې تعمير ته پراختيا ورکړل شي او ټولې څانګې په کې راغونډې او همدلته نظارت او کنټرول شي.

د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره د تواميتونو نه لرل.

د فيلوشيپ او سکالرشيپ پروګرامونو نه شتون او کمښت.

زياتره استادان مو ماستران دي او په دې لټه کې يو چې د دوکتورا لپاره ورته زمينه سازي وکړو.

وړانديزونه او حل لارې:

د ادبياتو په پوهنځي کې د موجودو ستونزو د حل په خاطر لاندې وړانديزونه کوو:

په داخل او خارج کې د پوهنځي د علمي کادر غړو لپاره د يو شمېر فيلوشيپونو يا بورسونو په پام کې نيول.

هغو استادانو ته د فيلوشيپ برابرول چې لا تر اوسه د ماسترۍ په درجه کې قرار لري.

د پوهنځي د تشکيل پراخول چې د څانګو شمېر هم ډېر دى او د محصلينو شمېر هم ډېر دى او تشکيل کوچنى دى، بايد پراخه شي.

د پوهنځي لپاره د يوه کتابتون جوړول او کتابدار په تشکيل کې مقررول.

د نويو محصلانو د جذب ظرفيت بايد له (٣٠٠) تنو لوړ نه شي.

د راتلونکو پنځو کلونو لپاره کاري پلان:

      1.  په علمي او اکاډميک ‌ډګر کې پرمختګ

۱ . د استادانو د شمېر او علمي کچې لوړول:

  • د ۵۵ تنو څخه ۷۰ تنو ته د استادانو د شمېر لوړول.
  • د ښځينه استادانو سلنه د ۴٪ څخه تر ۵٪ پورې زياتول.
  • د محصلينو او استادانو تر منځ د انډول له ۱:۲۵ څخه ۱:۱۵ ته راښکته کول.
  • د موجوده ۱۰ تنه ماسترانو څخه ۲۵٪ کدرونه د دوکتورا د پروګرامونو لپاره خارج ته استول.
  • د موجوده ۳۵ لسانس درجې لرونکو استادانو څخه  ۳۰٪ د ماسترۍ پروګرام لپاره لېږل.
  • په داخل او خارج کې د فيلوشيپ، کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو- څېړنيزو پروګرامونو لپاره استادانو ته د برخې اخيستنې د زمينې برابرول.
  • استادانو ته  د انګريزي او نورو نړيوالو ژبو په اړه روزنه ورکول.
  • د استادانو لپاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو د تطبيق اسانتياوو برابرول.

 

۲ . د پوهنځيو او ديپارتمنتونو تاسيسول او لوړول

  • د نورو شپږو ( فرانسوي، روسي، اردو، ترکي، هسپانوي او چينايي ژبو او ادبياتو) څانګو تاسيسول.
  • د پوهنځي لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍIT  ديپارتمنت ايجادول.
  • د بهرنيو تحصيلي ادارو په مرسته د ژبو او ادبياتو په درېو څانګو کې د ماسترۍ او دوکتورا پروګرام پيلول.

۳ .  د تحقيقاتي (څېړنيزو) مرکزونو ايجادول

  • په مختلفو څانګو کې د تحقيقاتو او څېړنو د مرکزونو جوړول.
  • د څېړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو لپاره د بوديجې او امکاناتو برابرول.
  • د نړيوالو څېړنيزو مرکزونو سره د اړيکو ټينګول او د څېړنيزو پروګرامونو پرمخ بيولو لپاره د هغوی د مرستو جلبول.
  • بهرنيو هېوادونو ته د څېړنيزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره د استادانو استول.
  • د پوهنتوني څېړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور د ستونزو او اړتياوو د حل لپاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول.
  • د دولتي او غير دولتي ادارو هڅونه چې خپلې څېړنيزې پروژې د پوهنتون د څېړنيز مرکز له لوري د ګډ تفاهم پر بنسټ ترسره کړي.
  • د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړونده ادارو يې سره شريکول.
  • د پوهنځي د مختلفو څانګو لپاره د اړونده ژبو لابراتوارونو تاسيسول او سمبالول.

 

۴ . د تدريسي پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل:

  • د نړيوالو نورمونو سره سم  د معياري  درسي  نصاب رامنځته کول.
  • د نوي تعليمي او تحصيلي نصاب تطبيقولو لپاره د اسانتياوو برابرول.
  • د درسي پروسې د ښه پر مخ بېولو لپاره د موادو او وسايلو برابرول.
  • په هره څانګه کې د کمپيوټر مضمون تدريسول.
  • د محصلينو فعاليت او سرته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د تيوري او عملي تدريس ترمنځ د انډول ساتل.
  • په تيوريکي او عملي درسي بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول.
  • د درسي پروسې د ارزيابۍ لپاره د کاري کمېټې ټاکل.
  • د کريډيت سيستم پېژندنه.

 

۵. د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول:

  • په هر کال کې د محصلينو په جذب کې ۲۵٪ سلنه زياتوالى.
  • د اوسني ۳،۷ سلنې څخه۲۰ سلنې ته د ښځينه محصلينو د شمېر زياتول چې دا به د دولسمو ټولګيو د فارغو ښځينه زده کونکو د تشويقولو لپاره وي، چې د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي چې د پوهنتون په انګړ کې د ليليې او له پوهنځيو څخه بهر د ترانسپورتي اسانتياوو برابرول به په بر کې ولري.
  •  ژبو او ادبياتو پوهنځي په ټولو څانګو کې د ماسترۍ پروګرام ايجادول.
  • د لسانس او ماسترۍ پروګرامونو لپاره بهرنيو هېوادونو ته د محصلينو لېږل.
  • د علمي سيمينارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول.
  • د نورو پوهنتونونو له محصلينو سره د علمي مناقشو او مسابقو په لاره اچول.
  • د هېواد په داخل او بهر کې د علمي سفرونو برابرول.
  • په تيوريکي او عملي درسي بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول.
  • د انټرنشيپInternship  د پروګرامونو لپاره د اسانتياوو برابرول.

 

۶. د پوهنځي په سطحه په علمي معيارونو برابر د يو واحد معياري کتابتون ايجادول:

  • د کتابتون لپاره د فني او مسلکي پرسونل روزل او لرل.
  • د مرکزي کتابتون لپاره د ديتابيسData base  سيستم جوړول.
  • د کتابتونونو لپاره د نويو چاپ شويو کتابونو تهيه کول.
  • خارجي ژبو څخه په ملي ژبو ژباړل شويو کتابونو تهيه کول.
  • د کتابتون په داخل کې د محصلينو لپاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو لپاره د چاپ اسانتياوې برابرول (د فوتوکاپۍ ماشين، پرنټر، کاغذ او نور ضروري لوازم.

   2.  د فزيکي زيربناوو تاسيسول او رغول:

  1. د پوهنځي او بېلابېلو  څانګو د اداري او تدريسي  چارو لپاره د ټولو اسانتياوو په درلودلو سره  بشپړو او په نويو وسايلو سمبالو ودانيو جوړونه.
  2. د نندارتونونو جوړول او خپرول:

د پوهنځي په سطحه يوه خپرونه (مجله) چې د علمي شورا د پرېکړې له مخې د (ادبيات) په نوم نومول شوې ده، خو لا يې په نشر پيل نه دی کړی.

      3.  د اداري سيستم وده او رغول

  1. د اداري پرسونل لپاره د بستونو د شمېر زياتوالى (شپږ مامورين او شپږ ملازمين، يو کمپيوټرکار او يو کتابدار) 
  2. زوړ اداري سيستم په عصري سيستم بدلول، چې اوس د نوې ټکنالوژۍ پر مټ دا سيستم عصري شوی دی.
  • اداري سيستم په کمپيوتري او معلوماتي تکنالوژۍ سمبالول.
  • د کمپيوټري ټکنالوژۍ په باب د اداري پرسونل روزل.
  • د Data base  سيستم ايجادول، دا سيستم عيار شوی دی.
  • په هره څانګه کې د کمپيوټر او انټرنيت مرکز جوړول.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د ستراتېژیک پلان مالي پلان (لومړنۍ اړتیا)