د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر- انفکاک او نظم او دسپلین مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۹:۴۰
Image

 

په یادو کاري مجلسونو کې، چې د زمري په ۱ نېټه د پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او ځینو اداري امرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون د اداري، تدریسي، د استادانو تقرر، انفکاک، نظم او دسپلین او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو له رئیسانو، ازموینو کمېټې او کانکور کمېټې غړو، استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې تېر سمستر بې له کومې جدي ستونزې په موفقانه توګه پای ته ورسېد او همدارنګه د ننګرهار ولایت د ښوونکو بستونو لپاره د نږدې ۱۸ زرو تنو کاندیدانو څخه په شفافه توګه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

پوهاند بهسودوال د طب او تدریسي روغتون له رئیسانو هم مننه وکړه، چې په تېره یوه میاشت کې یې په رغنیزه برخه کې لاسته راوړنې لرلې او زیاته یې کړه، چې نور پوهنځي هم باید ورته مرستې راجلب کړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د مجلس ګډونوالو مسؤلینو ته په خپلو مربوطه ادارو کې د قوانینو، مقرراتو او د لوړو زده کړو وزارت د دستورونو د رعایتولو او همدارنګه په خپل وخت د مراجعینو د کارونو اجراء او ورسره د نېک چلند کولو سپارښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا د اجرااتو او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د پوهنتون د نیمه کاره ودانیو د چارو تعقیب، د لیلیې د ۸ بلاکونو بیارغونه، د نجونو محصلینو د لیلیې او مدرسې رغونه، د داغمه اجناسو لیلام، د اداري بستونو د تنقیصاتو موضوع، د استادانو او اداري کارکوونکو حاضري او په اداري چارو کې د مراتبو د سلسلې مراعتول، د چاپېریال ساتنې کمېټې نوي کول، د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني او الفلاح پوهنتونونو د استادانو د تقرر او انفکاک ۸ کیسونه، د محصلینو د نظم او دسپیلن ۲ کیسونه او یو لړ نور متفرقه مسایل د درېواړو مجلسونو د بحث عمده مسایل وو، چې له بحث وروسته یې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu