د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د سمسورتیا او سرسبزۍ پلان جوړ او د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۸:۵۷
image

 

یاد پلان د ننګرهار پوهنتون د تنظیف، ښکلا او سمسورتیا کمېټې په نوښت د کرنې پوهنځي د استادانو له خوا جوړ او د تطبیق په موخه د ننګرهار پوهنتون رئیس ته وسپارل شو.

په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د کرنې پوهنځي استادانو، د تنظیف او ښکلا کمېټې غړو، د تهیه، تدارکاتو، خدماتو او لیلیې مسؤلینو په کې برخه لرله.

د مجلس پر مهال د کرنې پوهنځي د استادانو له خوا د پوهنتون مشرتابه او اړوندو مسؤلینو ته د نوموړي پلان په اړه وضاحت او معلومات ورکړل شول، چې په کې د نویو زینتي، مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو کېنولو لپاره مناسب ځایونه په نښه او همدا راز هغه ونې، چې وچې او یا بې ځایه ولاړې دي، لیرې او پر ځای یې نورې کېنول کېږي.

د پلان له مخې د پوهنتون مرکزي کمپس ټولې ۱۰۵۶۹ ونې لري، چې له دې ډلې ۲۴۵ ونې وچې شوي، چې د وچو ونو پر ځای او همدارنګه د پوهنتون په نورو بېلابېلو برخو کې ۷۰۷۱ نویو نیالګیو کېنولو ته اړتیا ده.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کرنې پوهنځي د استادانو پوهندوی امین الله یوسفزي، پوهنمل دوکتور ګلبدین ګلاب او پوهنیار محمد غني راغب مننه وکړه، چې نوموړی پلان یې برابر کړ او د پوهنتون د حفظ او مراقبت او تنظیف او سمسورتیا کمېټې مسؤلینو ته یې د یاد پلان د تطبیق هدایت وکړ، چې د هغوی له خوا یې د اجرا ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu