د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۰:۱۴
iamge

 

د افغانستان د پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (AHEAD) استازي نجیب الله الکوزي او ورسره مل پلاوي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په ياده لیدنه کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي، د طب، ښوونې او روزنې، کرنې او اقتصاد پوهنځیو رئیسانو هم برخه لرله.

ښاغلي الکوزي د خپلو راتلونکو مرستندویو پروګرامونو په اړه د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل او زیاته کړه، چې اداره یې په پام کې لري، د ننګرهار پوهنتون د طب، ښوونې او روزنې، کرنې او اقتصاد پوهنځیو سره د لابراتوارونو، څېړنیزو مرکزونو او د اړتیا وړ نورو برخو کې مرسته وکړي او ستونزو ته یې رسیده ګي وکړي.

نوموړي وویل: له یادو مرستو سربېره د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام اداره په پام کې لري، چې لوړو زده کړو ته د لاسرسي په نوم د ننګرهار پوهنتون او پوهنې ریاست د استازو یوه ګډه کمېټه جوړه کړي، تر څو د ښوونځیو هغه زده کوونکي، چې د لوړو زده کړو توانايي نه لري، د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام مسؤلینو مننه وکړه، چې د هېواد د تحصیلي موسساتو په مرستې او ملاتړ سره ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابروي.

د پوهنتون رئیس راغلي پلاوي ته په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu