ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ لمریز کال کانکور ازموینې د چمتووالي غونډه جوړه شوه.

nu_admin
جمعه ۱۴۰۰/۲/۳ - ۱۲:۵۱
iamge

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د استادانو چارو، محصلانو چارو، اړیکو او نشراتو، خدماتو او د لیلیو مسؤلینو برخه لرله.

د مجلس پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال اړوندو مسؤلینو ته د کانکور د راتلونکې ازموینې لپاره د اړینو تدابیرو نیولو او لازم چمتووالي سپارښتنه وکړه.

د بایومتریک او ازموینې لپاره د مناسبو محلونو جوړول، د ممتحنو استادانو ټاکل، کارتونو توزیع، د لارښودو لوحو چاپ او نصبول، امنیت، له رسنیو د کانکور اړوند خبرتیاوو او معلوماتو خپرول هغه موضوعات وو، چې په غونډه کې پرې بحث او خبرې اترې وشوې.

د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د ننګرهار د کانکور ازموینې بایومتریک پروسه د ثور په (۷،۶،۵) نېټه د یکشنبې، دوشنبې او سه شنبې په ورځو او د کانکور ازموینه د ثور په (۱۰،۹،۸) نېټه د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په ننګرهار پوهنتون کې اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu