د ننګرهار پوهنتون او په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۸:۳۷
iamge

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به ننګرهار پوهنتون او د اندونیزیا هېواد ځینې پوهنتونونه په علمي، تدریسي، څېړنو، تحصيلي بورسونو او نورو برخو کې ګډ کار او متقابله همکاري کوي.

یاد تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر ډاکټر عارف رحمن له خوا د ویډیویي کنفرانس له لارې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مسؤل پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي او د اندونیزیا سفارت استازي عبدالحمید صافي هم حضور درلود.

په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف رحمن ننګرهار پوهنتون د افغانستان دویم ستر پوهنیز مرکز یاد کړ، چې په وینا یې، د اندونیزیا هېواد پوهنتونونه ورسره د متقابلو علمي همکاریو لرلو لیوالتیا لري.

نوموړي د دوکتورا او ماسترۍ په برخو کې ۵ تحصیلي بورسونه د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل او زیاته یې کړه، چې په راتلونکې کې به دا لړۍ نوره هم دوام پیدا کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او علمي مرکزونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د اندونیزیا له سفارت مننه وکړه، چې د افغاني پوهنتونونو سره مرسته او همکاري کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۰/۲/۳ - ۱۲:۵۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ لمریز کال کانکور ازموینې د چمتووالي غونډه جوړه شوه.

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۲۸
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد استاد پوهاند سبحاني د فاتحې مراسم ترسره شول.

 

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې متقاعد استاد ارواښاد پوهاند ګلاب شاه سبحاني د فاتحې مراسم ددې پوهنتون د ادارې، استادانو او د ارواښاد د کورنۍ له خوا د پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې متقاعد استاد پوهاند ګلاب شاه سبحاني د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې. . .

BACK TO NEWS