د ننګرهار پوهنتون او په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۸:۳۷
iamge

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به ننګرهار پوهنتون او د اندونیزیا هېواد ځینې پوهنتونونه په علمي، تدریسي، څېړنو، تحصيلي بورسونو او نورو برخو کې ګډ کار او متقابله همکاري کوي.

یاد تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر ډاکټر عارف رحمن له خوا د ویډیویي کنفرانس له لارې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مسؤل پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي او د اندونیزیا سفارت استازي عبدالحمید صافي هم حضور درلود.

په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف رحمن ننګرهار پوهنتون د افغانستان دویم ستر پوهنیز مرکز یاد کړ، چې په وینا یې، د اندونیزیا هېواد پوهنتونونه ورسره د متقابلو علمي همکاریو لرلو لیوالتیا لري.

نوموړي د دوکتورا او ماسترۍ په برخو کې ۵ تحصیلي بورسونه د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل او زیاته یې کړه، چې په راتلونکې کې به دا لړۍ نوره هم دوام پیدا کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او علمي مرکزونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د اندونیزیا له سفارت مننه وکړه، چې د افغاني پوهنتونونو سره مرسته او همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu