د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی و رعاه) د فرامینو په کتاب کې رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
یاده تحریري ازموینه د محصلانو خدمتونو او همغږۍ، دعوت او ارشاد او نشراتو امریتونو په ګډو هڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی و رعاه) د پنځو فرامینو په کتاب کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو سلګونو تنو محصلینو څخه د کرکټ په لوبغالي کې واخیستل شوه.
دې ازموینې ته د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي پنځه تنه استادان د ممتحنه هئیت په توګه ټاکل شوي وو او موخه ترې په محصلینو کې د مطالعې او سالم رقابت روحیې پیاوړتیا، د دیني، فکري او اصلاحي ويښتابه لوړاوی او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی و رعاه) له فرامینو سره د محصلینو بلدتیا وه.
د مسؤلینو په وینا، د دې ازموینې پایلې به په نږدې ورځو کې اعلان شي او په کې مخکښو محصلینو ته به ځانګړې ډالۍ ورکړل شي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
