د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
pict

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئیسانو، د شورا غړو استادانو، دعوت او ارشاد مسؤلینو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون اړوندو علمي او تدریسي موضوعاتو، د استادانو علمي ترفیعاتو کيسونو، تقرر او يو شمېر متفرقه مسایلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د علمي او اداري مسؤلیتونو پر جدي او معیاري ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې استادان دې خپل تدریسي او څېړنیز مسؤلیتونه په ښه او منظم ډول ترسره او محصلین باید له غیرحاضریو ډډه وکړي.
محترم شیخ صاحب د پوهنځیو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د علمي چارو د څارنې او ارزونې ریاست له خوا په پوهنتون کې د ترسره شوې ارزونې په پایله کې ورکړل شوي کمنټونه او سپارښتنې په دقیق او اساسي ډول اصلاح کړي، څو د اکاډمیکو چارو کیفیت لا لوړ شي؛ همدارنګه یې وویل چې د پسرلي موسم رارسېدو سره سم په خپلو پوهنځیو کې زینتي او مېوه لرونکي بوټې وکري.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل د خپلو خبرو پر مهال د تېرې علمي شورا د پرېکړو په تعقیب د ترسره شویو فعالیتونو او د مختلفو موضوعاتو لپاره د ټاکل شویو کمېټو د اجرااتو راپور وړاندې کړ،  چې د شورا غړو له خوا تائید شو.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید د شورا له غړو سره د بېلابېلو کمېټو د غړو نوي کولو، کمېټو له خوا ورکشاپونو دایرولو، استادانو کنفرانسونو، قراردادي تقرر، انفکاک، نصاب تائید او یو شمېر متفرقه مسایلو په اړه بحثونه او په اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار او کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفيعاتو ۶ کيسونه مطرح او په هکله یې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu