د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي ټیم، استادان او محصلین د تېرې شپې زلزله ځپلیو درملنې او مرستې ته رسېدلي.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۱۴
PICTURE

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په هدایت د دې پوهنتون د تدریسي روغتون یوه روغتيايي ډله چې په ترکیب کې یې متخصص ډاکتران او نرسان شامل دي، د اړینو درملو او طبي تجهیزاتو سره کونړ ولایت کې د پېښې سيمې ته رسېدلی او د ټپیانو درملنه یې پیل کړې ده.

د روغتیايي ټیم سربېره د ننګرهار پوهنتون د مختلفو پوهنځیو لسګونه تنه استادان او محصلین هم د پېښې سيمې ته د مرستې په موخه روان شوي او همدارنګه د پېښې ټپیانو لپاره تدریسي روغتون کې د وینې راټولولو کمپاین پیل شوی، چې تر دې دمه اتیا زره سي سي وینه راټوله شوې ده.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورو سيمو کې د وروستۍ زلزلې له امله د زرګونه هېوادوالو په زیانمنېدو خواشيني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې زیانمنو شویو ته به د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو مسؤلین، استادان او محصلین مالي مرسته راټوله کړي.

نوموړي د هېواد له ټولو شتمنو، نړیوالو، ملي او ساحوي خیریه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د یادې پېښې قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره لازمه همکاري ترسره او هغوی ته بیا د عادي ژوند امکانات او سرپناه برابره کړي.

د ننګرهار پوهنتون رهبري هیئت او ټول منسوبین د الله تعالی له درباره د تېرې شپې زلزلې قربانیانو ته د مغفرت دعا او ټپیانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا غوښته کوي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته اداري فساد سره د مبارزې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د اداري فساد مخنیوي، ورځینو چارو لا روڼتیا او د یوې سالمې، ځواب ‌ویونکې او شفافې اداري فضا تأمین په موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون لیلیه محصلینو ته په اسلام مبارک دین کې د سلام اچولو د اهمیت، فضیلتونو او ټولنیزو ګټو په اړه اصلاحي او معلوماتي سیمینار وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۳
Background image

قراردادي خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاره د ضرورت وړ لوازمو. . .

BACK TO NEWS

User account menu