د داو طلبۍ خبرتيا!

nu_admin
picture

Event dates

Event dates -

د ننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکات او خدماتو امريت خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-08

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون طبي او د ماشومانو جراحي څانګې عمليات خانې لپاره د ضرورت وړ لوازمو د دواوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د تدارکاتو مديريت څخه دې د شرطپاڼې يو نقل کاپي ترلاسه کړي.

د ننګرهار ورځپاڼې کې   د اعلان د نشر څخه (۲۱) تقويمي ورځې وروسته دې خپل آفر د شرطنامې ، تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې مهر او بند(سربسته) د تدارکاتو مديريت، ننګرهار پوهنتون، کابل جلال اباد عمومي سرک اوومه ناحيه، جلال اباد، افغانستان موقعيت لري وسپاري ، هغه آفر چې ناوخته راورسېږي يا د انټرنټ له لارې استول شوی وي نه منل کېږي.

 د آفر تضمين د بانک ګرنټي په شکل(332489) افغانۍ ده د آفر پرانستې (افر ګشايي ) مجلس به د ننګرهار ورځپاڼه کې  د نشر شوي اعلان څخه وروسته په (۲۲) تقويمي ورځ د سهار په (۱۰) بجو د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې دا ئيرېږي په تضمين کې نقدي پېسې نه اخستل کېږي.

More events

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ ۳ برنامو (هارتیکلچر، اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت) ټولو بریالیو جدید الشمول محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۱۳
Background image

د ماسترۍ دورې کانکور ازموینې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي هارتیکلچر، اګرانومي او کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت څانګو ماسترۍ برنامو ګډونوالو ته، چې وړاندې یې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د یادو برنامو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۴۰
Background image

د داو طلبۍ خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-09

د ننګرهار پوهنتون رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د مرکزي ليليې د . . .

User account menu