دساينس پوهنځي اوسنی حالت
ساینس پوهنځي چې په ۱۳۹۰هـ ش کال کې تاءسیس شوی ، اوس مهال په پنځو رشتو کې 722 محصلین په زده کړو بوخت دي، چې د ۳۲ تنو علمي کادری غړو لخوا ورته د کریدیت سیستم له مخې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي.
علمي پروګرامونه
ساینس پوهنځی اوس مهال یواځې د لسانس په کچه پنځه څانګو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي چې عبارت دې له ریاضي څانګه ، فزیک څانګه ، کېميا څانګه ، بیولوژي څانګه او همدارنګه د جیولوجي او معادن څانګه . په پام کې ده ، د پوهنځي د پنځه کلن ستراتيژیک پلان له مخې به تر ۱۴۰۵ هـ ش کال پورې په بیولوژي او کېميا څانګو کې د ماسترۍ برنامه پیل کړي.
د پوهنځي فزیکي منابع:
ساینس پوهنځي ۱۸ درسي خونې، درې کمپيوتر لیبونه ، درې لابراتواري خونې، کتابتون، د څانګو او استادانو د دفترونو لپاره په کافي اندازه خونې، د پوهنځي ریاست ، تدریسي مدیریت ، د پوهنځي معاونیت، د کمېټو لپاره ځانګړي دفترونه، یوه اشپز خانه او یوه ډيپو لري.