دساينس پوهنځي اوسنی حالت

ساینس پوهنځي چې په ۱۳۹۰هـ ش کال کې تاءسیس شوی ، اوس مهال په پنځو رشتو کې 722 محصلین په زده کړو بوخت دي، چې د ۳۲ تنو علمي کادری غړو لخوا  ورته  د کریدیت سیستم له مخې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي. 

علمي پروګرامونه

ساینس پوهنځی اوس مهال یواځې د لسانس په کچه پنځه څانګو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي چې  عبارت دې له ریاضي  څانګه ، فزیک څانګه ، کېميا څانګه ، بیولوژي څانګه او همدارنګه د جیولوجي او معادن څانګه . په پام کې ده ، د  پوهنځي د پنځه کلن ستراتيژیک پلان له مخې به تر ۱۴۰۵ هـ ش کال پورې  په بیولوژي او کېميا څانګو کې د ماسترۍ برنامه پیل کړي.

 د پوهنځي فزیکي منابع:

ساینس پوهنځي  ۱۸ درسي خونې، درې  کمپيوتر لیبونه ، درې لابراتواري خونې، کتابتون، د څانګو او استادانو د دفترونو لپاره  په کافي اندازه خونې، د پوهنځي ریاست ، تدریسي مدیریت ، د پوهنځي معاونیت، د کمېټو لپاره ځانګړي دفترونه، یوه اشپز خانه  او یوه ډيپو لري. 

User account menu