دحقوقو پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې

لرلید ( Vision)   

د حقوقو څانګه، غواړي چې د خپلو متخصصو کادرونو او علمي برنامو له لارې د باکیقیته تحصیلي خدماتو په وړاندې کولو او د معیاري علمي څېړنو په ترسره کولو سره د هېواد ته د مسلکي کادرونو د روزلو په برخه کې د هېواد په کچه د یو مخکښ علمي کانون په توګه تبارز وکړي.

رسالت (Mission)

د حقوقو څانګه د علم پراختیا، معیاري علمي څېړنو او لازمو مهارتونو پر بنسټ د کار بازار اړتیاوو ته په کتنې سره ټولنې ته د ژمنو مسلکي کادرونو روزل خپل ماموریت ګڼي  په دې توګه د هېواد په هر اړخیزه ټیکاو او دوامداره پراختیا کې اغېزناکه برخه اخلي.

د حقوقو څانګې لرلید او ماموریت  د څانګې په غونډه کې مطرح او د رایو په یووالي سره تائيد شو، چې  (۶) ۸/۱۲/۱۴۰۱ نېته ګڼه پروتوکول کې ثبت دي.

د حقوقو څانګې لرلید او ماموریت د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د علمي شورا په غونډه کې  مطرح او د رایو په یووالي سره تائيد شو، چې (۳) ۲۰/۷/۱۴۰۲ نېټه ګڼه پروتوکول کې ثبت دي.

User account menu