دحقوقو پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې
ليدلوری (Vision)
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی هوډ لري چې په حقوقي او سياسي برخو کې د باکيفيته عملي او نظري تحصيلي خدمتونو او علمي څېړنو په وړاندې کولو سره په ټولنه کې د عدلي، قضايي او سياسي ستونزو د حل او د حقوقي او سياسي پوهې د کچې د لوړولو لپاره هېواد او سيمې ته ژمن، مسلکي او نوښتګر علمي کادرونه وروزي.
ماموريت ( Mission)
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د هېواد په کچه د حقوقي او سياسي علومو په برخه کې د معياري نظري او عملي زده کړو او علمي څېړنو په برخه کې د يو مخکښ علمي کانون په توګه فعاليت کوي. هېواد او سيمې ته په حقوقي او سياسي برخه کې د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه علمي کادرونه روزي او په هېواد کې د شريعت او قانون حاکميت ته بنسټیز کار کوي.