دژبو او ادبياتو پوهنځي په اړه

دغه پوهنځی دننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې دپرمختيايی پلان له مخی په ۱۳۶۳ ل کال په رسمي ډول تاسيس شوی دی. چې لومړنى رئيس يې پوهاندفيض محمد( فياض) بياپه ترتيب سره پوهيالی محمد شاپور، پوهاند مسعود نيکبخت، پوهنمل سيدغفور غفوري، پوهاند فضل ولي ناګار ، پوهنوال معروف شاه  خان (شينوارى ) ريس شهید پوهاند مسعود نيکبخت او اوسنی رئیس پوهنمل محمد عارف حازم  دی. هغه مهال يې يواځې يوه څانګه (پښتو ژبه او ادبيات) لرل،او داستادانو شميريې(۶) تنه وو. پوهنځی په همدې نامه (دپښتو ژبې او ادبياتو پوهنځی) نومول کيده. ورپسې دروسي ژبې او ادبياتو څانګه هم پکې د يو څو کالو لپاره فعاله  وه. دوخت له  غوښتنو او اړتياوو سره سم پکې نورې څانګې لکه: دانګليسي ژبې او ادبياتوڅانګه په ۱۳۷۱ ل کال فعاله شوه  او دا څو کاله کيږي چې دليسانس په سطحه فارغان ورکوي.په ۱۳۷۲ ل کال د عربي ژبې او ادبياتو  څانګه نوې تاسيس شوه. بايد يادونه وکړو چې د پښتو څانګې په اډانه کې د شپې پوهنځی هم تاسيس شو  يوه دوه کاله يې دژبو او ادبياتو  پوهنځي  په چوکاټ کې فعاليت درلود ،خو په ۱۳۸۳ ل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي  اداري تشکيل ته ورانتقال شوه. له ۱۳۷۱ ل را په ديخوا د پوهنځي په تيره بيا د پښتو څانګې په درسي نصاب کې ادلون بدلون راغی د ساري په ډول د روسي ژبې، علمي ټولنپوهنې او سياسي اقتصاد مضمونونو په بدل کې انګليسي ژبه او اسلامي ثقافت مضمونونو تدريس پیل شو. دغه رازد دري ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۲ ل کال کې فعاله شوه او دا ډير کلونه کيږي چې دليسانس په سطحه فارغان ورکوي،دهندي ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۵ ل کال تاسيس شوه .د جرمنی ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۹۳ ل کال تاسيس شوه او لومړنۍ دوره يې اوس تر څلورم ټولګی پورې رسيدلي او تدريس  یې جريان لري .، او په پښتو څانګه کې د ماستری پروګرام په ۱۳۹۳ ل کال تاسيس شو ، اته دورې فارغان يې ور کړي او نهمه دوره دفراغت په درشل کې ده . داوومې دورې لپاره به د لوړو زده کړو وزارت دکانکور  ازموينه واخيستل شي او نوي محصلين به جذب شي

کله چې له  پښتو څانګې پرته نورې څانګې ايجاد شوې ،نو د پوهنځي نوم د ژبو او ادبياتو پوهنځي په نوم بدل شو. دې پوهنځي د خپل فعاليت په بهير کې د لومړۍ ورځې څخه را پدې خوا (۴۸۲۲)  مسلکی کدرونه د ټولنی د خدمت لپاره روزلی دي ،چې د هرې څانګې د فارغانو شمير او د موجودو استادانو کيفي او کمي معلومات  په جلا جلا ډول وړاندې شوي دي . ديادونې وړ ده چې په ۱۳۸۲ل کالکې د(کلية الغتة العربيه) لخوا (۹۹) تنه فارغان ددې  پوهنځی عربی څانګې کې اسنادو سره يوځای شو.

اوس مهال په ۱۴۰۲ ل کال کې د دې پوهنځي د محصلانو مجموعي شمر(۱۳۰۰) تنه دي.د محصلينو د علمي سويې د لوړولو په خاطر کتابتون، د کمپيوټر ليب او د انټرنټ سهولت موجود دی ،البته دغه سهولت محدود دی او دټولومحصلينو لپاره کفايت نه کوی. دتشکيل له مخې دغه شمير محصلانو ته په علمي کادر کې شامل (۵۳) تنه استادان په تدريس بوخت دي. ددې پوهنځى استادانو دهېواد دننه او بهر علمي سفرونه کړي دي.

User account menu