د شرعياتو پوهنځی اوسنی حالت
په هيواد کې دشوروي يرغل پر خلاف د اسلامي انقلاب تر کاميابۍ وروسته په اسلامي علومو کې د علمي کادرونو د روزنې، د يو باثباته آزاد او اسلامي قضائي سيستم د پياوړي کېدو ، د هېواد د بچو او علماؤ دمعنوي روزنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د ننګرهار پوهنتون د رئيس ښاغلي ډاکټر فضل محمد ابراهيمي په مبتکرانه خوځښت ، په ( ١٣٧١) لمريزکال کې د شرعياتو پوهنځي ډبره کېښودل شوه او د علمي فعاليتونو د سرته رسولو په موخه يې محترم قاضي فضل الرحمن د شرعياتو پوهنځي د لومړي رئيس په توګه وټاکل شو. د تدريس د پړاو د عملي شروع کېدو په موخه د محصلينو د جذب لپاره د پوهنتون د ادارې له خوا د کانکور آزموينه اعلان او په نتيجه کې يې تکړه ،بااستعداده علماء او محصلين پوهنځي ته د زده کړې لپاره وروپېژندل شو، الحمد الله شرعیاتو پوهنځی په خپل ۳۲ کلن مزل کې تقریبا(۳۱۳۸ علمي کادرونه او محصلین ټولني ته د خدمت په موخه وړاندې کړي ، چې په کور دننه په ډیری پوهنتونو او اکاډیمیکو ساحو کې د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په خدمت بوخت دي.
اوس مهال د پوهنځي د محوطی په دننه کې، یو بلاک، ادارې خونۍ د رئیس ، معاون ، اجرائیه مدیریت، د فوق لیسانس دکتورا او ماسټرۍ برنامو دفترونه، چای خانه او بیلا بیلو فرعي کمیټو دفترونه موجود دي، یو مجهز کتابتون چې تقریبآ ۴۰۰۰ زرو په شاه او خوا کې بېلابېل کتابونه پکې موجود دي، او 24 ساعته د محصلینو پر مخ خلاص وي ، د مطالعی لپاره ارام او زړه راښکونکې چاپیریال لري چې د یوتن مدیر له لوری کنترولیږي.