دښوونې او روزنې پوهنځي په اړه
دښوونې او روزنې پوهنځی د ننګرهار پوهنتون اکاډمیکه برخه تشکېلوي ، دغه پوهنځی په ۱۳۵۷کال کې تاسيس شوی دی .یاد پوهنځی دا مهال اته څانګې لکه ریاضي ، فزیک ، کېمیا ، بیولوژي ، تاریخ ، جغرافیه ، پښتو ژبې او ادب او مسلکي علومو لري ؛ چې ټولې يې محصلین فارغوي. په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې د پیداګوژی انستیتیوت چې په ښار کې يې موقعیت درلود د ښوونې او روزنې پوهنځي کې مدغم شو چې له درونټی څخه د ښوونې او روزنې پوهنځی جلال اباد ښار پیداګوژي تعمیر ته نقل مکان شو چې نژدې ۲۵ جریبه ساحه لري .په یاد پوهنځي کې له ۱۳۸۸ هـ ش کال راپدیخو د کریډټ درسي سیستم تطبیق کېږي.
د ښوونې او روزنې پوهنځی په خپل علمي چوکاټ کې د چارو د ښه تر سراوي او پراختیا په موخه یو شمیر کمېټې لري چې په مسلکي کادرونو سنبال دي لکه د کېفیت تضمین ، نصاب او کریکولم ، څیړنې ، فرهنګي ، نظم او ډسپلین او د شکایتونو اورېدلو ، امتحاناتو ، ستراتیژیک پلان او برېښنايي زده کړو کمېټه . همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځی نوي ستراتيژيک پلان دزيربنايي خدماتو، بشري منابعو او د نوو اکاډمیکو پرمختګونو پر بنسټ ولاړ دی.
د ښوونې او روزنې پوهنځي کې (۶۱) تنه استادان په تدریس بوخت دي ، چې د لسانس او ماسترۍ لرونکي دي، پدې پوهنځي کې ( ۲۲۳۹ ) هلکان د هیواد له مختلفو ولایتونوڅخه په زده کړو بوخت دي، دشپې برنامه هم د ۱۳۹۰ کال راپدیخوا فعال پکې فعالیت لري او ( ) پکې په زده کړو بوخت دي.