دښوونې او روزنې پوهنځي په اړه

دښوونې او روزنې پوهنځی د ننګرهار پوهنتون  اکاډمیکه  برخه تشکېلوي ، دغه پوهنځی په ۱۳۵۷کال کې تاسيس شوی دی .یاد پوهنځی دا مهال اته څانګې لکه ریاضي ، فزیک ، کېمیا ، بیولوژي ، تاریخ ، جغرافیه ، پښتو ژبې او ادب او مسلکي علومو لري ؛ چې ټولې يې محصلین فارغوي. په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې د پیداګوژی انستیتیوت چې په ښار کې يې موقعیت درلود د ښوونې او روزنې پوهنځي کې  مدغم شو چې له  درونټی څخه د ښوونې او روزنې پوهنځی جلال اباد ښار پیداګوژي  تعمیر ته  نقل مکان شو چې نژدې ۲۵ جریبه ساحه لري  .په یاد پوهنځي کې  له ۱۳۸۸ هـ ش کال راپدیخو د کریډټ درسي سیستم تطبیق کېږي.

د ښوونې او روزنې پوهنځی په خپل  علمي چوکاټ کې د چارو د ښه تر سراوي  او پراختیا په موخه یو شمیر کمېټې  لري چې په مسلکي کادرونو سنبال دي لکه  د کېفیت تضمین  ، نصاب او کریکولم ، څیړنې ، فرهنګي ، نظم او ډسپلین او د شکایتونو اورېدلو ، امتحاناتو ، ستراتیژیک پلان  او برېښنايي زده کړو کمېټه . همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځی نوي ستراتيژيک پلان دزيربنايي خدماتو، بشري منابعو او د نوو اکاډمیکو پرمختګونو پر بنسټ ولاړ دی.

د ښوونې او روزنې پوهنځي کې  (۶۱) تنه استادان په تدریس بوخت دي ، چې د لسانس او ماسترۍ لرونکي دي، پدې پوهنځي کې (  ۲۲۳۹ ) هلکان د هیواد له مختلفو ولایتونوڅخه  په زده کړو بوخت دي، دشپې برنامه  هم د ۱۳۹۰ کال راپدیخوا فعال پکې فعالیت لري او (   ) پکې په زده کړو بوخت دي.

User account menu