د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي مسؤلینو، تدریسي او اداري پرسونل ته د تضمین کیفیت د معیارونو پلي کېدو په اړه د عامه پوهاوي سیمینار دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۴:۵۸
picture

دا سيمینار د ننګرهار پوهنتون ټولو پوهنځیو ته د پوهنتون د داخلي چارو ښه تنظیم، فعالیتونو کې شفافیت او پرمختګ رامنځ ته کېدو، ستونزو حل او د اعتبار سند څخه ساتنې په موخه په بېلابېلو وختونو کې دایر شو.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادرونو وړتیاوې او لاسته راوړنې وستایلې او د یاد پوهنځي د فعالیتونو په بهبود او دوامداره پرمختګ کې یې د تضمین کیفیت پر اهمیت خبرې وکړې.
نوموړي د شرعیاتو پوهنځي په مثبته ارزونه او لوړو نومرو ترلاسه کولو کې د  پوهنځي د مسؤلینو او استادانو ترمنځ همغږي او ګډ کار اړین وبلل او سپارښتنه یې وکړه، چې د تضمین کیفیت پروسې تطبیق اړوند باید د پوهنتون تضمین کیفیت آمریت سره لازمه همکاري ولري. 
د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند سید محبوب شاه هاشمي په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال د نوښتونو ستاینه وکړه او مننه یې ترې وکړه، چې په مناسب وخت کې یې ۱۳ ګونو پوهنځیو ته دا ډول سیمینارونه دایر کړل.
د سیمینار په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنوال علي جان عادل د یادې پروسې د اصلي او فرعي معیارونو او نورو موادو د تشریح، تفسیر او تطبیق په اړه معلوماتي پریزنټېشن وړاندې کړ او د  ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu