د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۴:۴۸
Picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د سرطان په ۲۰ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوه او ددې پوهنتون، رئیس، مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي او اداري، د کارکوونکو استخدام او روزنې، وسایلو ترمیم او  بېلابېلو موضوعاتو  په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې پر مهال د تېر سمستر د نهايي ازموینو د بریالي ترسراوي له امله د پوهنځیو له مسؤلینو او استادانو مننه وکړه او په یاده برخه کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې. 
نوموړي دندې ته پر وخت حاضرېدو، د پوهنځیو اداري چارو ګړندیتوب، د نظم استحکام او پر ټولو کارکوونکو یو شان د اصولو پلي کولو باندې ټینګار وکړ.
د مجلس پر مهال د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د تېر اداري مجلس د پرېکړو له مخې د ترسره شویو اجرااتو ګزارش وړاندې کړ. 
نوموړي مسؤلینو ته د پوهنځیو د تنظیف، پاکۍ او سرسبزۍ په اړه سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې په ټولو پوهنځیو کې له کاره لوېدلي وسایل ترمیم او هغوی لپاره اړین امکانات برابر کړي.
د غونډې په پای کې د پوهنتون اړوند پر یو لړ متفرقه اداري او مالي مسایلو باندې بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu