د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.
ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو امکاناتو برابرولو، علمي او تحصیلي برخه کې د ګډو هڅو زیاتوالي او شته ستونزو حل په هدف غونډه وکړه او د اړوندو مسایلو په اړه یېد نظرونو تبادله ترسره کړه.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د علمي او تدریسي فعالیتونو د ترسره کولو له امله د ټولو خصوصي تحصیلي نهادونو له مسؤلینو مننه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې خپلې چارې د اسلامي امارت او لوړو زده کړو محترم وزارت د نافذه قوانینو، لوایحو او لارښوونو په رڼا کې تنظیم او د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ کامله همغږي او همکاري کولای شي چې د لوړو زده کړو کیفیت لوړ، تحصیلي چارې له ټاکل شویو معیارونو سره برابرې کړي او ډاډ یې ورکړ، چې ننګرهار پوهنتون د تحصیلي او تدریسي چارو پرمختګ، متقابلو تجربو شریکولو، علمي همکاریو پراختیا او ستونزو حل په برخه کې ټولو امارتي او خصوصي پوهنتونونو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دی.
د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو په خبرو کې خپلو پوهنتونونو سره د ننګرهار پوهنتون له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د خپلو پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو شریکولو سربېره یې د ورته غونډو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
