د برېښنايي زده کړو کمېټې غړو د انلاین کورسونو د ثبت په اړه غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۳:۸
Picture

ه یاده غونډه کې چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، په کې د انلاین کورسونو د ثبت بڼې، ترتیب، مهال وېش ټاکلو او مضامینو وېشلو سربېره یاده برخه کې د شته امکاناتو څخه ګټې اخیستنې او اړینو سهولتونو برابرولو په اړه بحثونه وشول.
د غونډې پیل کې د استاد پوهنیارعارف الله ضیاء له لوري د انلاین کورسونو ثبت په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه راپور د کمېټې له غړو سره شریک شو او دغه راز په یاده برخه کې د پرتو خنډونو د حل په موخه نظریات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـ/ـولوي احسان ناصح د خپلو خبرو پر مهال وویل: د هر پوهنځي په کچه یو انلاین کورس ثبتول د پوهنتون د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده، چې په اړه یې باید جدي کړنې ترسره او راپور یې له علمي معاونیت سره شریک شي.
نوموړي د پوهنتون د انلاین کورسونو د ثبت او ریکارډ پروسې په ګړندیتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هڅه به وکړي چې د دې پروسې د چټک پرمختګ لپاره د بېلابېلو دولتي او خصوصي رسنیو څخه د تخنیکي مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړي.
د غونډې په پای کې د یاد بهیر د معیاري کېدا په اړه نظریات وړاندې شول او هر استاد ته په ویډیويي بڼه د یو مضمون د ثبت سپارښتنه وشوه.
د یادونې وړ ده، چې ددې چارې په ترسره کېدو سره به محصلین وکولی شي  د حضوري زده کړو تر څنګ په انلاین شکل زده کړو ته لاسرسی ولري.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

BACK TO NEWS

User account menu