ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د ماشوم روغتیا په اړه علمي کنفرانس ترسره شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۹:۱۱
image

 

په نوموړي یو ورځني کنفرانس کې، چې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي په نوښت او د یونیسف ادارې په مالي او تخنیکي مرسته د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کې دایر شوی ؤ، په ختیز زون کې د ماشومانو روغتیا ته د ورپېښو ستونزو او ننګونو او د هغې د حل لارو په اړه په کې ویناوې، مقالې او پریزنټیشنونه وړاندې شول.

په یاد علمي کنفرانس کې د طب پوهنځي د مسؤلینو او استادانو سربېره د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستیال سید محمد قاسم هاشمي، د خصوصي پوهنتونونو استازو، د یونیسف او نورو روغتیایي ادارو مسؤلینو برخه لرله.

د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د دایر شوي کنفرانس په ارزښت خبرې وکړې او ددغه ډول علمي پروګرامونو دایرېدل یې د ماشومانو د روغتیا او سلامتیا په برخه کې مهم وبلل.

پوهاند بهسودوال د طب پوهنځي او یونیسف ادارې د مسؤلینو مننه وکړه، چې د نوموړي علمي کنفرانس دایرېدو ته یې زمینه برابره کړه او د ورته نورو غونډو او کنفرانسونو په جوړولو یې ټینګار وکړ.

د کنفرانس دویم ویناوال د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي ؤ، چې د ښه راغلاست ویلو تر څنګ یې د جوړ شوي علمي کنفرانس د موخو او اهدافو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د کنفرانس په دويمه برخه کې د طب پوهنځي استادانو پوهاند ډاکتر عبدالستار نیازي، پوهنوال ډاکتر حفيظه سهاک، پوهندوی ډاکتر هارون رحيمي، پوهنوال ډاکتر مسيح الله مسيح، پوهنيار ډاکتر عبدالغفار شېرزاد، پوهنمل ډاکتر عبدالله جان شينواري، پوهنمل ډاکتر صداقت مومند او پوهنيار ډاکتر فرهاد شېرزاد له خوا د (په ختیز زون کې د Prematurity پيښې، د Post term Pregnancy پيښې، له پنځه کلنۍ په کم عمره کوچنيانو کې د شديدې خوارځواکۍ د پېښو څېړل، په شديده خوارځواکي اخته کوچنيانو کې د Lactose Intolerance د پېښو څېړل، په کوچنيانو کې د زړه د ولادي ناروغيو تشريحي څېړنه، د Lower GI ستونزو لرونکو کوچنيانو کې د Colonoscopy موندنې، په ماشومانو کې د هضمي او تنفسي لارو د فورن باډي پېښو څېړل، په ختیز زون کې د ماشومانو د ولادي انومليو تشريحي څېړنه) تر سرليکونو لاندې د ترسره کړیو څېړنو پایلې د پريزنټيشنونو له لارې د کنفرانس له ګډونوالو سره شریکې کړې.

په پاى کې د طب پوهنځي مرستیال او استاد پوهنوال ډاکتر محب الله شینواري د کنفرانس راټولونه او پوهاند ډاکتر حبیب الله مولوي زاده ارزونه وکړه او نوموړى کنفرانس يې د ماشومانو د روغتیا پر وړاندې د شته ګواښونو د مهارولو په برخه کې ګټور وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu